تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عمران خان: داسې احتمالي خطر شته چې بیا راباندې برید وشي
د پاکستان مخکینی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي، د پنجاب په وزیر اباد کې پرې له یوه برید وروسته د بل ورته برید احتمالي خطر شته.
د فرانسې له ۲۴ ټوډې سره مرکه کې له ښاغلي خان د احتمالي خطر پوښتنې ته ځواب کې نوموړي وویل: ''له بده مرغه زه داسې محسوسوم چې دوی بیا داسې یوه هڅه کولای شي، زما ژوند اوس هم له خطر سره مخامخ دی، دې خلکو غوښتل ما له منځه یوسي، ځکه زما ګوند پاکستان کې تر ټولو ډېر پلویان لري. ''
عمران خان ادعا وکړه، چې په ولس کې یې د ملاتړ کچه زیاته ده ''او د دې لپاره چې زه له مخې لېرې شم، یوازینۍ لار زما وژنه ده، ځکه نو فکر کوم اوس مې هم ژوند په خطر کې دی. ''
د یادونې ده، چې د نومبر پر درېیمه د پاکستان تحریک انصاف احتجاجي تحریک پر اوومه ورځ - چې د پنجاب ایالت له مرکز لاهوره پیل شوی و، د پنجاب په وزیر اباد کې د پاکستان پر پخواني لومړي وزیر عمران خان د احتجاجي لاریون پرمهال ډزې وشوې او ټپي شوی و.
عمران خان دې قضیه کې د لومړي وزیر شهباز شریف، کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله او د پوځي استخباراتو ادارې 'ای اېس ای' د یوه تورن جنرال فیصل نصیر نومونه اخیستي وو او د هغوی د استعفا غوښتنه یې کړې وه.
خو د پنجاب د وزیر اباد ښار د پولیسو په مدعیت 'ايف ای ار' یا پولیسو لومړني رپوټ کې بیا د مشکوک بریدګر 'نوید' خلاف درج شوی و، چې له کبله یې د تحریک انصاف ګوند مشرانو نارضایتي څرګنده کړې وه.
له فرانس ۲۴ ټوډې ټلویزیوني خپرونې سره مرکه کې له ښاغلي خان پوښتنه وشوه، چې مشکوک کس د برید مسوولیت هم منلی او ادعا کوي چې دا برید د مذهبي عقیدې پر بنسټ کړی، نو ایا دی اوس هم لومړی وزیر، کورنیو چارو وزیر او د ای ایس ای جنرال د برید مسوولین بولي؟
په ځواب کې ښاغلي خان وویل: ''ما درې نیم کاله حکومت کړی، ټولو څارګرو ادارو زما په مدیریت کې کار کړی، زه پوهېږم دوی څنګه کار کوي. ما خو (له بریده) شپږ اونۍ مخکې د دې دسیسې په هکله په یوه ولسي غونډه کې ویلي و، چې د یوه مذهبي جنوني کس په لاس یې زما د وژلو توطئه چمتو کړې ده. ''
پاکستان حکومت د هېواد سترې محکمې غوښتي چې پر عمران خان د برید خپلواکو پلټنو لپاره یو کمېسیون وګوماري او په تازه مرکه کې ښاغلي خان ویلي، ده هم د پاکستان له قاضي القضاته غوښتي چې د دې قضیې خپلواکه پلټنه وشي، ځکه په وینا یې ''پر موږ دوو بریدګرو ډزې کړې او په خپلواکه پلټنه کې به ثابته شي چې دا هر څه پلان شوي وو او تر ټولو ډېره ګټه یې اوسني حکومت ته رسېده. ''