تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کاناډا لومړي وزیر چین د دوی ټاکنو کې د مداخلو په هڅه تورن کړ
د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډیو چین د خپل هېواد ټاکنو کې د لاسوهنو په هڅو تورن کړی دی.
ښاغلي تروډیو ویلي بېجېنګ له دیموکراسیو سره "تهاجمي لوبې" کوي او د کاناډا بنسټونه هدف ګرځوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ځايي رسنیو رپوټونه وايي د کاناډا استخبارتو د دغه هېواد وروستیو ټاکنو کې د بېجېنګ له ملاتړه د برخمنو نوماندانو یوه "پټه شبکه" پېژندلې ده.
دغو رپوټونو کې راغلی چې چارواکو ښاغلي تروډیو ته ویلي، چین د کاناډا د ۲۰۱۹ کال فدرال ټاکنو کې لږ تر لږه یوولسو نوماندانو سره ملاتړ کړی.
یوې کاناډايۍ رسنۍ (ګلوبل نیوز) د نوم له اخیستو پرته د استخباراتي چارواکو له خولې ویلي چې چین دغو نوماندانو ته مالي امکانات برابر او استخباراتي مامورانو یې ډېرو نوماندانو سره د کمپایني سلاکارانو په توګه نقش لوبولی.
لږ تر لږه یوه مورد کې د یوه انتاریو مېشت ولایتي استازي د دفتر له لارې د ۲۵۰ زره کاناډايي ډالرو بودیجه لګېدلې.
دا ماموریت، چې د راپورونو له مخې رهبري یې ټورنټو کې د چین له قونسلګرۍ کېده، د کاناډا پالیسیو کې د نفوذ په هدف د پارلمان د غړو دفترونو کې د خپلو کسانو د ځای پر ځای کولو لپاره هم و.
په رپوټ کې راغلي چې چین لخوا د دې هڅه هم شوې چې د پخوانیو چارواکو د همکارۍ او فساد له لارې د کاناډا سیاسي کړیو کې نفوذ وکړي.
باور دا دی چې د چین د لاسوهنو دغو هڅو کې د کاناډا دواړه ستر ګوندونه، واکمن لېبرال او د اپوزېسیون محافظه کار ګوند هدف ګرځېدلي.
په هره توګه دا لا مشخصه شوې نه ده چې بېجېنګ خپلو دغو هڅو کې څومره بریالی شوی.
کاناډا کې د چین سفارت چارواکو د ګلوبل نیوز لخوا مطرح شویو تورونو ته غبرګونه نه دی ښودلی.
د کاناډا لومړي وزیر دوشنبه رسنیو ته وویل د بهرنیو مداخلو پر وړاندې د کاناډا د ټاکنیز سیستم او پروسو تحکیم لپاره پام وړ ګامونه اخیستل شوي دي.
دا رپوټونه تر هغې وروسته مخ ته راغلل چې کاناډايي چارواکو چین لخوا د دوی خاوره کې د "پولیسو" د غیر رسمي مرکزونو پرانیستل کېدو تورونو په اړه د څېړنو خبر ورکړ.
پر کاناډا سربېره یو شمېر اروپايي هېوادونو کې هم د همداسې مرکزونو د موجودیت ادعا شوې ده.
ویل کېږي د دغو مرکزونو له لارې له چینه د حکومت پر تښتېدلو مخالفانو فشار اچول کېږي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه او جرمي تورونو سره مخامخېدو ته چمتو شي.
د ایرلنډ او نیدرلنډز په ګډون بېلابېلو اروپايي هېوادونو وار له مخه چین ته امر کړی چې د دوی خاوره کې خپل دا وړ فعالیتونه بند کړي.