تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران یو مخکښ سني دیني مشر د نجونو د تعلیم په اړه د طالبانو اوسنۍ تګلاره ننګولې
د ایران مشهور سني دیني مشر مولوي عبدالحمید په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندولو پر دوام خواشیني ښودلي او ویلي یې دي چې له دې کبله سخت اندېښمن دی.
ښاغلي عبدالحیمد چې د ایران په زاهدان ښار کې یې د جمعې خطبې پر مهال سلګونو لمونځ کونکو ته وینا کوله وویل د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندولو نظر یوازې تنګ نظره او هغو خلکو لخوا کېدای شي چې هېڅ لیدلوری نه لري.
دې مخکښ دیني عالم وویل طالبان که څه هم لږ بدل شوي، خو په وینا یې د نجونو تعلیم مخه باید نوره څوک ونه نیسي:
" تاسې ماته ووایئ چې کوم دین، کوم شریعت د نجونو تعلیم او تحصیل ناقص بللی او مخنیوی یې کړی؟ دا څه نظریه ده؟ دا د هغو خلکو فکر دی چې تنګ نظره دي او لیدلوری نه لري."
مولوي عبدالحمید د ایران په زاهدان ښار کې د سنیانو د لوی جومات خطیب دی.
نوموړي دا خبرې داسې مهال کړي چې په افغانستان کې د شپږمو ټولګیو پورته نجونې د تېر کال له اګست راهیسې د طالبانو لخوا له ښوونځيو ګرځول شوي دي.
ښاغلي عبدلحمید داسې مهال په دې اړه د طالبانو تګلاره له دیني اړخه ننګولي چې خپله د طالب چارواکو تر منځ هم په دې اړه د نظر یووالی نه ښکاري.
وېشلی نظر
په دې اړه د تېرې تلې په میاشت کې د یوې غونډې پر مهال د دوو طالب مشرانو شېر محمد عباس ستانکزي او شېخ محمد خالد حنفي خبرو ډېر غبرګونونه راوپارول.
هغه مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي کابل کې د 'ګرځندوی صنعت' په اړه یوې غونډې ته وویل، تعلیم پر نر او ښځه فرض دی او په دې برخه کې باید د هېچا شخصي نظر مهم نه وي.
نوموړي ټینګار وکړ چې باید افغانستان کې ژر تر ژره د نجونو تړل شوي ښوونځي پرانیستل شي او ښځو ته باید د کار اجازه ورکړل شي.
بل لور ته په همدې غونډه کې د طالبانو د امر بالمعروف وزیر شیخ محمد خالد حنفي وویل، دنیاوي تعلیم مباح دی، او که څوک یې د اسلامي نظام لپاره کوي نو مستحب دی.
ښاغلي حنفي وویل: "کله چې د مباح او د امیر تر مابین تعارض راشي نو بیا د امیر حکم واجب دی"
طالب چارواکو که څه هم دغه ایراني دیني عالم خبرو ته واضح ځواب نه دی ورکړی خو له دې وړاندې یې عمومي پالیسي تشریح کړي او ویلی یې دي د مناسبو حالاتو له رامنځته کیدو سره به د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.
مولوي عبد الحمید د ایران حکومت ته: ټولپوښتنه وکړئ او پایله یې ومنئ
ایران کې د حکومت ضد لارونونو په ترڅ کې د زاهدان د سنیانو د لوی جومات خطیب پر حکومت غږ کړی چې ټولپوښتنه یا ریفرنډم کې ترسره کړي.
مولوي عبد الحمید ټېنګار وکړ چې اکثره ایرانیان د هېواد له سیاسي وضعیته خوښ نه دي او په کار ده چې د نړیوالو څارونکو په حضور کې رفرنډم ترسره شي.
داسې ښکاري چې د ایران حکومت ضد لاریونونه د دغه هېواد په سیستان بلوچستان ایلا کې یوه نوي پړاو ته ننوتي دي.
د دې ولایت مرکز زاهدان کې له جمعې لمانځه وروسته خلک لارو او سړکونو ته را ووتل او د حکومت لاریون کې یې برخه واخسته.
ظاهراً پولیس پر لاریونیانو ډزې کوي او پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې لاریون کوونکي د پولیسو پر لور د ډبرو ګوزارونه کوي.
لاریونیانو "مرګ پر خامنه ای" او "مرګ پر بسیجیانو" نارې وهلې.
زاهدن کې د سنیانو د لوی جومات خطیب مولوي عبد الحمید د تېرې جمعې لمانځه خطبه کې وویل چې د ایران ډېری خلک پر اوسني سیاسي وضعیت خوښ نه دي، نو ځکه په کار ده چې د نړیوالو څارونکو په حضور کې ټول پوښتنه وکړي او حکومت دې یې پایله ومني.
ده وویل ایرانۍ مېرمنې اوس له حجابه کرکه لري، ځکه دوی نه دي پالل شوې، وږې هم دي او سپکاوی یې هم شوی دی. نو دی وايي کله چې دوی له هرڅه محرومې شوې او د حاکمانو لپاره یوازې د دوی پړونی مهم دی ، نو دوی پړوني ته اور ورته کوي.
له بلې خوا د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې چې په جرمني کې جوړه شوې، د لاریون کوونکو پر وړاندې د ایران د حکومت چلن وغانده. دوی یوه بیان کې سیمه کې ناکراریو کې د ایران پر رول هم نیوکه وکړه.
ایران کې د حکومت ضد لاریونونه وروسته له هغه پیل شول چې ایرانۍ مهسا امیني د پولیسو په توقیف کې مړه شوه.
پولیس وايي هغه ناروغه وه خو کورنۍ او فعالانو وايي هغه د وهلو له امله مړه شوې ده.
پولیسو مهسا امیني ځکه نیولې وه چې ګواکې د ایران حکومت له خوا منل شوی حجاب یې نه و مراعت کړی.