تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ایران کې حکومت ضد لاريونونه لا هم روان دي
عيني شاهدانو ویلي چې امنيتي ځواکونو پلازمېنې تهران ته نږدې په هغه غونډه ډزې کړې چې د یوې ځوانې مېرمنې حدیث نجفي د مرګ پر څلوېښتۍ د ویر لپاره راټول شوي وو.
پر ټولنیزو شبکو د امنيتي ځواکونو د هغو ډزو او برید وېډیوګانې خپرې شوې چې پلازمېنې تهران ته څېرمه په کرج ښار کې يې د یوې ځوانې مېرمنې حدیث نجفي د مرګ د څلوېښتۍ په مناسبت راټول شوي. دغه راټول شوي زرګونه کسان چې د یوې هدیرې په خوا کې د سړک پر غاړو روان دي ''مرګ پر دیکتاتور '' شعارونه هم ورکوي.
۲۳ کلنه حدیث نجفي څلوېښت ورځې وړاندې امنيتي ځواکونو په کرج کې ووژله. فارس خبري آژانس چې په ایران کې امنيتي کړیو ته نږدې بلل کېږي د البرز له سیاسي او امنيتي مرستیال سره په مرکه کې د یوه انقلاب ساتي بسېجي د وژل کېدو خبر هم ورکړی.
د پولیسو په بند کې د پېغلې مهسا اميني له وژل کېدو راهیسې لاریونونه د هغې د پلرني ولایت کردستان په ګډون په ځینو نورو ښارونو کې لا هم روان دي. په سنندج کې هم لاريونوالو واټونه تړلي وو او د ایران د مذهبي مشر پر ضد شعارونه يې ورکول.
په شېراز کې هم د طب محصلینو پرلت کړی او د نیول شوو محصلینو د خوشي کولو غوښتنه يې کوله. په زاهدان کې خلکو د سپټمبر په وروستیو ورځو کې له امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې هلته د نوي کسانو د وژل کېدو په غبرګون کې بیا لاریون وکړ.
په ایران کې دننه د حکومت لخوا د لاريونوالو له سختې ځپنې سره هممهاله په نړیواله کچه هم د لاريونوالو په پلوۍ او د رژیم د سخت چلند پر ضد غږونه په ډېرېدو دي.
د نړۍ له ۲۱۸ هېوادونو څه کم اتو لکو کسانو د بښنې د نړیوال سازمان پر هغه غوښتنه لاسلیک کړی چې د ایران په اړه يې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د بيړنۍ ناستې غوښتنه کړې.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي د نړيوالې ټولنې ناکامي د دې لامل شوې چې ایراني چارواکي د اعتراض کوونکو پر ضد د ناقانونه زور کارول لا ډېر کړي. د دغه بنسټ د شمېرو له مخې د ایران د حکومت ضد لاریونونو له پیله تر دمګړۍ له دوو سوو ډېر کسان وژل شوي چې دېرش تنه يې ماشومان دي.
د ایران دننه هم د تهران پوهنتون له سلو ډېرو استادانو په یوه لیک کې د اعتراضونو د سخت ځپلو او د محصلینو د نیول کېدو په اعتراض کې یو لیک لاسلیک کړی.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا توماس ګرېنفيلډ هم یو وار بیا د لاريونوالو پر ضد د ایران د حکومت تاوتریخجن اقدامات غندلي.
هغې ویلي، امریکا باوري ده چې د ایران د حکومت په لاس تاوتریخجنې ځپنې باید حساب کې راشي.
د جرمني حکومت له خپلو ټولو وګړو غوښتي چې له ایرانه ووځي. دغه هېواد دا پرېکړه په ایران کې د لاریونوالو د سخت ځپل کېدو له دوام سره هممهاله کړې. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بيرباک په برلین کې د خپل هېواد اتباعو ته په ایران کې د نیونو، احضارېدو او بند د اوږدو سزاګانو په تړاو خبرداری ورکړی.
هغې وویل، په تېرو اونیو کې په ایران کې د رژیم په لاس د خپلو خلکو خونړۍ ځپنې ته په کتو د هغو خلکو د خونديتوب په اړه د مسؤلیت احساس کوي چې د جرمني تابعیت لري او په ایران کې دي او له همدې امله يې پرېکړه کړې چې هغوی ایران پرېږدي.
څلوېښتو ایرانیو مدافع وکیلانو هم په یوه وینا کې د ایران په ګوټ ګوټ کې اعتراضونه د خلکو حق بللی او ویلي يې دي چې اوس مسئله زموږ آزادي او قضايي عدالت دی.
دغو وکيلانو خبرداری ورکړی چې ایراني وګړي اوس د واکمنو روحانیونو له ذات سره آشنا شوي او نور به پرې تېر نه وځي. خو د دغو وکیلانو په ګډون په بېلابېلو سیمو کې د فعالانو، خبریالانو او نورو معترضانو د نیونو لړۍ دوام لري.