روسیې پر اوکرایین تازه هوايي بریدونه کړي

روسیې پر اوکرایین له پنځوسو ډېر توغندي توغولي چې د پلازمېنې کيېف په ګډون یې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې مهمې ودانۍ په نښه کړې دي.

رپوټونه وايي، په تازه بریدونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او په ځینو سیمو کې اوبه او برېښنا هم د بریدونو له امله پرې شوې دي.

په شمال ختیځ کې خارکيف کې د برېښنا رسولو ودانۍ په توغندیو ویشتل شوې دي.

نن "دوشنبه" سهار مهال د وېنېټسیا په مرکزي سیمه، زپروژيا او د ختیځ په ځینو نورو سیمو کې هم د هوايي بریدونه رپوټونه ورکړل شوي دي.

په پلازمېنه کيېف کې د برېښنا هغه ودانۍ هم وېجاړه شوې چې نژدې ۳۵۰۰۰۰ کورنیو ته یې برېښنا ورکوله.

تر اوسه روښانه نه ده چې په دغه ودانۍ کې مرګژوبله اووښتې او کنه.

د بریدونو له خطر سره مخ ځينو سيمو نه ځايي خلکو له نورو ممکنه بریدونو د خوندیتابه لپاره خوندي ځایونو ته ځانونه رسولي دي.

د اوکرایین د هوايي ځواک ویاند یوه ځايي تلویزیون ته ویلي، روسي ځواکونو "د پراخو بریدونو" لپاره ستراتیژيک بمونه کارولي دي.

د اوکرایین پوځ وايي، له هغو پنځوسو کروز توغندیو چې نن دوشنبه توغول شوي، نژدې ۴۴ یې د دفاعي توغندویو په مرسته غورځولي دي.

کيېف کې د بي بي سي خبریال وايي، د روسیې په هوايي بریدونه کې له لویه سره د اوکرایین د برېښنا او انرژۍ ودانې په لوی لاس د دې لپاره په نښه کېږي چې ساړه ژمي کې د اوکرایینیانو مورال کمزوری کړي.

روسیې تېرو څو اوونیو کې د توغندیو او ډرون الوتکو پرله پسې ګزارونه کړي دي چې د رپوټونو له مخې یې د اوکرایین د برېښنا او انرژۍ له درېیو یوه برخه ودانۍ له منځه وړې دي.

روسیه په اوکرایین کې هغه توغندي او ډرون کاروي چې په ايران کې جوړ شوي دي.

په اوکرایین کې یخ ژمی نژدې دی او ځايي خلک اندېښمن دي چې د برېښنا نشتوالی به یې ژوند لا ګران کړي.

اوکرایین او لوېدیځو ملګرو یې بیا بیا ویلي چې د ملکي ځایونو په نښه کول جنګي جرمونه بلل کېدای شي.

روسیې تر اوسه د دغه بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.