د روسي پوځ له بریدونو وروسته زرګونه اوکراییني کلي او ښارونه بې برېښنا شوي

    • Author, هوګو پاچیګا یاروسلاو لوکوف
    • دنده, بي بي سي

اوکراییني چارواکي وايي، د روسي ځواکونو له وروستیو پراخو بریدونو وروسته د اوکرایین زرګونو کلیو او ښارګوټي بې برېښنا پاتې دي. د اوکرایین بېړنیو مرستو چارو ادارې ویاند اولیکساندر خورنژي وايي، په هغو بریدونو کې د اکتوبر له ۷ راهیسې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي دي.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي بیا وايي، په تېرو اتو ورځو کې یې د روسي ځواکونو بریدونو له کبله د هېواد ۳۰ سلنه برېښناکوټونه ویجاړ شوي دي.

د سې شنبې ورځې له بریدونو وروسته د پلازمېنې کیېف په ځینو برخو کې هم نه اوبه شته او نه هم برېښنا. کیېف ښاروال ویتالي کلیڅکو وايي، پلازمېنه کې پر دوو ځایونو ګوزارونه شوي او په خبره یې درې وژل شوي کسان د ''مهمو تاسیساتو '' کارکوونکي وو.

د اوکرایین بېړنیو مرستو ادارې ویاند پر سې شنبه د انرژۍ وزارت چارواکو له قوله وویل: ۱۱۶۲ ځایونه له برېښنا محروم شوي دي. په دا وروستیو اونیو کې د جګړې ډګر له څو پرلپسې ماتو وروسته روسي ځواکونو د برېښنا پر هغو تاسیساتو بریدونه کړي، چې د جګړې له ډګره لېرې موقعیت لري.

که څه هم اوکراییني چارواکي وايي، د ویجاړ شویو برېښنايي تاسیساتو ترمیم یې پيل کړی، خو د ژمي له راتګ سره داسې اندېښنې په ډېرېدو دي، چې دا نظام به څومره ژر او سم فعال شي.

د اوکرایین ولسمشرۍ دفتر مرستیال مشر کېرېلو تیموشینکو په دې هکله وايي: ''لومړی دا چې هر څوک باید چمتو اوسي، چې برېښنا وسپمېږي او دویم دا چې که بریدونه روان وي، د برېښنا پرچاو کېدو احتمال هر وخت موجود دی. ټول وګړي باید یوه سخت ژمي ته چمتووالی ولري. ''

له اوکرایینیانو غوښتل شوي چې له ځايي وختونو سره سم د سهار له ۷ تر ۹ او د ماښام له پنځو تر لسو بجو پورې برېښنايي الات و نه کاروي.

تازه بریدونه چې په کیېف او سمې سیمو کې یې نهه کسان وژلي، د ''کامیکاز '' نومې ډرون له بریدونو ۲۴ ساعته وروسته شوي، چې باور کېږي ایران ورکړي دي. تر اوسه معلومه نه ده چې د سې شنبې ورځې بریدونو کې د ډرون برخه څومره وه.