تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نجونو د تړلو ښوونځیو ۴۰۰ ورځې؛ د اروپايي ټولنې پارلمان په غونډه کې پر همدې موضوع خبرې شوې
- Author, عبیدالله حسام
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د طالبانو لخوا د نجونو د ښوونځیو تړلو د پریکړې ۴۰۰ ورځې پوره شوې. خو لا هم تر شپږم ټولګي د پورته زده کوونکو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.
همدا د اروپايي ټولنې د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې نننۍ غونډې ته د بشري حقونو د ښځو د برخې مشرې هېدر بار د وینا موضوع وه.
د یادې کمېټې د نننۍ غونډې اجنډا په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت او پر سیمه یې اغېز ته ځانګړې شوې وه. ګڼو ویناوالو له افغانستانه سیمې ته متوجه امنیتي ګواښونه او د ګاونډیو هېوادونو اندېښنو په اړه خبرې وکړې.
خو اغلې هېدر بار بیا په افغانستان کې د ښځو د حقونو له پامه غورځولو پروړاندې د نړیوالې ټولنې پر غبرګون نیوکه وکړه. هغې زیاته کړه، اروپايي ټولنه باید د حساب ورکونې یو ځانګړی سیستم جوړ کړي او د افغانستان موضوعات له نژدې وڅاري.
هغې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا هم وغوښتل چې د طالبانو ځینې مشران د بندیزونو تور لیست ته ورزیات کړي.
په ورته مهال د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو د ۴۰۰مې ورځې په اړه ټویټ کړی دی.
هغه وايي، څلور سوه ورځې تېرې شوې چې طالبانو په عملي ډول ښوونځيو ته نجونې له تګه منع کړې دي. پر دې سربېره، دوی په زیاتیدونکي ډول د نجونو زده کړې ګډوډوي او په ځانګړې توګه هزاره نجونې او ښځې په دې برخه کې په نښه کوي.
هغې زیاته کړې چې د طالبانو لخوا د کابل پوهنتون له لیلیو څخه د هزاره نجونو د ایستلو په اړه کره رپوټونه د هغوی راتلونکې له ګواښ سره مخامخوي.
هغې زیاته کړې طالبان نه شي کولای چې د ټولنې د نیمايي برخې له ښوونیز فرصتونو څخه په انکار کولو ادعا وکړي چې افغانستان اقتصادي خپلواکۍ لورې ته بیايي.
څو وارې د طالبانو ځینو لوړ پوړو چارواکو په دې ټینګار کړی چې ښوونځي به په نژدې راتلونکې کې پرانیستل شي خو لا هم په دې برخه کې پرمختګ نه دی شوی.
د اروپايي پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې په نننۍ غونډه کې د افغانستان په وضعیت او پر سیمه یې اغېز په اړه خبرې وشوې.
د افغانستان لپاره د اروپايي تولنې استازي ټوماس نیکولسن وویل، په دې اړه یې د له ګاونډیو هېوادونو ایران او تاجکستان سره تفصیلي خبرې کړي.
هغه زیاته کړه هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د لودیځو هېوادونو د حضور لېواله نه و، اوس ددغه هېواد له اړخه اندېښمن دي.
د اروپايي ټولنې دغه ځانګړي استازي زیاته کړه، چې له افغانستانه د کډوالۍ ګواښونه د ګاونډیو هېوادونو لپاره هم د اندېښنې وړ خبره ده.
په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان لپاره، چې د ښاغلي نیکولسن په وینا ښايي د شاوخوا اووه میلیونه افغان کډوالو کوربه وي.
دی زیاتوي چې د ګاونډیو هېوادونو له استازو سره خبرو کې ورته هغوی په افغانستان کې د مخدره توکو د تولید موضوع هم یاده کړې چې دده په وینا د طالبانو له حاکمیت راهیسې افغانستا لاهم د نړۍ په کچه د مخدره توکو لوی تولیدوونکی هېواد دی.
د امریکا د سولې د انسټیټیوټ استازي اندریو واټیکنز یادې غونډې ته په وینا کې، د امریکا لخوا په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو او د القاعدې په ګډون له سخت دریځو ډلو سره د طالبانو د اړیکو ته په اشاره وویل، ډېری افغان طالبان له د پاکستان د طالبانو له تحریک سره د خواخوږۍ او ملګرتیا احساس لري.
د غونډې یو بل ویناوال او د افغانستان د پاليسۍ د لابراتوار په نوم بنسټ مشر تيمور شاران وويل، په اوکرايین کې له ښکېلېدو وروسته د روسيې کمزورتيا منځنۍ اسيا کړکېچنه کړې ده. د هغه په وينا، ځينې طالبان په ښکاره د منځنۍ اسيا هېوادونو ته ګواښ پېښوي.
د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو کمېټې نننۍ غونډه کې یو بل وینا وال وویل چې په ایران کې د وروستیو تحولاتو څخه وروسته د بشري حقونو د وضعیت په اړه توجه له افغانستانه کمه شوې او په وینا یې د افغان مېرمنې باید هېرې نه شي. خو بل وینا وال بیا له سیاستوالو وغوښتل چې د خبرو پرځای باید عمل وکړي.