تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ايران کې احتجاجونه د "مرګ پر ديکتاتور" شعار سره شپږمې اوونۍ ته وغځېدل
په ایران کې د اعتراضونو شپږمه اونۍ داسې مهال پیل شوې ده چې د تهران او مشهد ښارونو په واټونو کې لاریونونه دوام لري او د تهران، شریف، شهیدبهشتي او علامیه طباطبايي پوهنتونونو محصلانو او همدارنګه پلازمېنه کې د تبریز، همدان او کرمانشاه رازي طبي علومو او د یاسوج او هنر او معمارۍ محصلانو لاریونونه پیل کړي.
د تهران له یوه بازاره پر خواله رسنیو یوه خپره شوې وېډیو کې لاریونیان د (مرګ پر دیکتاتور) شعارونه ورکوي.
د مشهد په واټونو په دې وېډیو کې ځینې لاریونیان د (مه وېرېږئ، مه ترهېږئ، موږ ټول یوموټی یو) نارې هم وهي.
په ورته وخت کې، په کردمېشتو ښارونو کې هم پراخ لاریونونه دوام لري.
په دې ورځو کې تمه کېږي چې له ایران بهر په برلین ښار کې د ایران د واکمن نظام پر ضد یوه لویه غونډه جوړه شي.
د تهران شهید بهشتي پوهنتون کې محصلان د (دا ټول کلونه جنایت، مرګ پر دې ولایت) نارې وهي.
د کرمانشاه رازي پوهنتون کې معترضان د (بې ریښه بسیجي) چیغې وهي.
د یزد له هنر او معمارۍ پوهنتون ثبت شوې وېډیو کې محصلان د لاریون په حالت کې لیدل کېږي.
په اصفهان او اردبیل ښارونو کې هم نسبتا سوله ییز لاریونونه روان دي او بې پړونو ښځو پکې ګډون کړی دی.
په ورته وخت کې ایران کې د انټرنېټ محدودیت او د خبریالانو، مدني او سیاسي فعالانو پراخ نیول دوام لري.
روښانه نه ده چې په تېرو پنځو اونیو کې د ایران لر و بر لاریونونو کې څومره کسان نیول شوي، خو د هرانا خبري اژانس د شمېرو له مخې، تر اوسه دقیقاً د نیول شویو کسانو شمېر مالوم نه دی، مګر تر ۱۲ زو ډېر کسان نیول شوي دي.
د ایران د بشر حقونو سازمان - چې مرکز یې په ناروې کې دی - د ۲۱۵ تنو وژل کېدل تایید کړي دي.
په وژل شویو کې د لسګونه ماشومانو نومونه هم راغلي.
تېره اونۍ د بښنې نړیوال او د بشر حقونو د څار سازمانونونو په ګډون ۴۳ نړیوالو د بشر حقونو سازمانونو په یوه ګډه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو له شورا وغوښتل چې د ایران د اعتراضونو د ځپلو په باب ځانګړې غونډه وکړي.
دا غوښتنه د شهزاده رضا پهلوي له خوا هم تکرار شوې ده.