تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران لاریونونه؛ "مذهبي کسان لارورکي شوي"
په ایران کې د واکمنو مذهبي مشرانو پر وړاندې د وروستیو لاریونونو پرمهال د نوي نسل ځوانانو او پېغلو کمساري لاریونونو کې خپل ګډون ډېر کړی او د ناکام نظام د بدلېدو نارې وهي.
پر خواله رسنیو خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې لاریونیان ځپل کېږي.
"مذهبي کسان لارورکي شوي".
دا د هغو نجونو نارې دي چې عمرونه یې تر ۱۱ کلونو لوړ نه دي او د ایران په لر و بر کې د ښوونځیو ټولګیو کې یې زمزمه کوي.
پر خواله رسنیو د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه اي پرضد شعارونه ډېر شوي، دوی د خامنه اي انځورونه سوځوي.
په نورو شعارونو کې لاریونیان وايي "که یو موټی نه شو، نو هره یوه به به د مهسا امیني برخلیک پر برخلیک اخته شو".
کردي الاصله مهسا امیني څه موده مخکې د ایران د اخلاقي لارښوونو پولیسو د حجاب نه مراعتولو له کبله ونیوه او په توقیفځي کې مړه شوه چې بیا وروسته پراخه لاریونونه پیل شول.
دا لاریونونه ورو - ورو په ډېرېدو شول او حکومت هم له سختۍ کار واخیست.
۲۲ کلنې حدیث نجفي پر ټیک ټاک یوه وېډیو خپره کړې چې پکې ښکاري لاریون کې روانه ده او وايي چې د غوره راتلونکې هیله لري.
د شپې په تیاره کې دا ثبت شوې وېډیو کې - چې بي بي سي فارسي ته رسېدلې ده، دا وايي "راتلونکو څو کلونو ته چې ګورم، هیله راته پیدا شي چې بدلون را روان دی؛ ځکه چې اوس هرڅه بدلېدونکي دي".
د حدیث کورنۍ راته وویل، چې نوموړې د دې وېډیو له ثبتولو یو ساعت وروسته ووژل شوه.
پر خواله رسنیو یوه خپره شوې وېډیو کې د هغې مور وايي، د لور پر زړه، معدې او ورمېږه یې مرمۍ لګېدلې دي.
"له کوره راستنه شوه او وویل وږې یم، خو له خوراک مخکې لاریون ته ووتله، همداسې وږې له دې نړۍ ولاړه".
د بشر حقونو ډلې وايي، د ماشومانو په ګډون لسګونه ځوانان د حکومت په ځپونکو عملیاتو کې وژل شوي او ګڼ نور نیول شوي دي.
ایرانی ټولنپوهه حسین غازیان وايي، په لاریونونو کې خواله رسنیو ډېر مهم رول ولوباوه.
"اوسنی نسل لا ډېر نوښت خوښوونکی دی او هغه نړۍ درک کولی شي چې پکې اوسېږي، دوی پوهېږي چې باید د ژوند طرز یې بدل شي".
دی زیاتوي: "دوی د اوسني واکمن نظام په موجودیت کې غوره راتلونکی نه ویني، نو ځکه د بدلون راتلو لپاره د خپل غږ راپورته کولو جرأت کوي".
۱۶ کلنه وېډیو جوړوونکې سرینا اسماعیل زاده پر خپل یوټیوب چینل یوه وېډیو کې ویلي: "موږ د ۲۰ کاله مخکې نسل په شان نه یو چې نه پوهېدل له ایران بهر ژوند څنګه دی".
"له خپل ځانه پوښتو چې ولې د نیویارک او لاس انجلېس د ځوانانو په شان ولې له ژوند خوند نه اخلو".
اوس ښکاري چې دا ځوانې نجونې د ارام او غوره ژوند لپاره هر ډول خطر منلو ته چمتو دي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي سرینا لاریونونو ته ووتله او پر سر له مرمۍ لګېدو وروسته یې سا ورکړه.
ایراني چارواکي دا ردوي چې ګنې هغه له یوې دنګې ودانۍ د ځان راغورځولو له کبله مړه شوې ده.
اوس د هغې کورنۍ د حکومت له لوري د فشار له کبله د حکومت خبرو منلو ته اړایستل شوې ده او له رسنیو سره له خبرو هم منع شوې ده.
په یوه وېډیو کې سارینا د هوزیر (کلیسا ته مې بوځه) سندره زمزمه کوي. دا سندره په ایرلنډ کې د کاتولیکې کلیسا د اغېز نشتوالي لپاره لیکل شوې او د ازادۍ نړیواله ترانه ګرځېدلې ده.
خو د بشر حقونو د څېړونکې ازاده پورزاند په اند، لاریونونه د ژور بدلون شېبه ده.
"ځوان نسل پوهېږي چې پلرونو او نیکونو یې له داخله د اسلامي نظام د بدلون لپاره څومره هڅې کړې دي، خو ناکام شوي".
"دوی د لا بوډا نسل راتلونکی دی، دوی داسې ژوند غواړي چې هېڅ وېره پکې نه وي".
دا لاریونونه د هغې له شخصي ژوند سره هم تړاو لري. مور یې مهراګیزکار ایران کې د بشر حقونو له وتلو ملاتړو یوه ده، خو له هېواده وتلو ته اړایستل شوې ده.
دا وايي مور یې دا خوځښت په ویاړ څاري، خو خپګان یې له ورایه ښکاري.