د پیسو نړیوال صندوق: د نړۍ اقتصادي وضعیت به لا پسې خراب شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پیسو نړیوال صندوق خبرداری ور کړی چې د اوکراین د جګړې غځېدا او د توکو د بیو چټکه لوړتیا به د نړۍ اقتصادي وضعیت لا پسې خراب کړي.
دغه نړیوال بنسټ د نړۍ د اقتصادي وضعیت په تړاو پخپله تازه څېړنه کې ویلي، راتلونکی کال به ډېر هېوادونه دا حس کړي چې له اقتصادي ځوړتیا سره مخامخ دي.
د پیسو نړیوال صندوق چې دنده یې د نړیوال اقتصاد د ثبات ټینګښت دی، د اوکراین د جګړې له امله یې د نړۍ د اقتصادي ودې د کچې په تړاو د کړیو وړاندوینو درجې کمې کړې دي.
د پیسو نړیوال صندوق دنده لري چې د نړیوال اقتصادي ثبات د ټینګښت ترڅنګ د اقتصادي وضعیت د خرابېدو او کړکېچ د را دبره کېدو په تړاو هېوادونو ته خبرداری ور کړي.
دغه نړیوال بنسټ پخپل تازه راپور کې دا ډول ډېر خبرداري لري. په دغه راپور کې ویل شوي چې راتلونکی کال به د نړۍ ستر اقتصادونه لکه امریکا، چین او روسیه له ستونزو سره مخامخ شي.
دغه بنسټ خبرداری ور کړی چې د روسیې اقتصادي حجم کې به د اوکراین د جګړې او نړیوالو بندیزونو له امله راتلونکی کال دوه اعشاریه درې سلنه کموالی راشي.
د پیسو د نړیوال صندوق مشرې "کریستیلینا جیورجیفا" ویلي، د چین اقتصادي وده به هم د کورونايي محدودیتونو له امله ټکنۍ وي او د امریکا اقتصاد به هم د سود د کچې د زیاتوالي له امله زیانمن شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
اغلې جورجیفا پرون پخپلو خبرو کې ویلي، د نړۍ پیاوړي اقتصاد لرونکي هېوادونه باید د ژوند د لګښتونو د راټیټولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ور کړي.
دغه بنسټ ویلي، د نړۍ هېوادونو ته یې سپارښتنه کړې چې د بیو د لوړوالي له اغېزو څخه خپل بېوزله وګړي خوندي کړي او همدارنګه یې زیاته کړې، بېوزلې کورنۍ خپلې ډېرې پیسې د خوراکي موادو، سونتوکو او تېلو په اخیستلو مصرفوي چې
د درې واړو توکو بیې پر اوکراین د روسیې د یرغل له امله لوړې شوې دي.
د پیسو د نړیوال صندوق د راپور له مخې، هغه هېوادونه چې د روسیې پر ګازو متکي دي، تر نورو به ډېر زیان وویني.
د بېلګې په ډول د جرمني اقتصادي وده په راتلونکي کال کې کمه شي.
د پیسو نړیوال صندوق ویلي، راتلونکی کال به د برتانیا اقتصاد به هم د صفر اعشاریه درې ودې په لرو تقریبا پر خپل ځای پښه نیولی پاتې شي.

د عکس سرچینه، Getty Images/AFP
خو د پیسو د نړیوال صندوق مشرې زیاته کړې، که هېوادونه له یو بل سره کار وکړي، دغه کړکېچ تر یوه حده مهارولی شي.
هغې زیاته کړې، دا صندوق به پر هېوادونو لا نور فشار واچوي چې د ژوند د لګښتونو د کمولو په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي، که څه هم دا هڅې د هېوادونو پر اقتصادي ودې منفي اغېزې ولري.
هغې خبرداری ور کړی که حکومتونه ګډ کار ونه کړي، نړۍ به له ستونزو سره مخامخه شي او زیاته کړې یې ده، پرې به نږدي چې د بیو لوړوالی د یاغي اورګاډي په څېر حرکت وکړي.










