تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوتین؛ پر اوکرایین د توغندیو بریدونه د کرایمیا د پله په غچ کې شوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د اوکرایی پر څو ښارونو غونديز بریدونه د کرایمیا د پله غچ لپاره شوي دي
د کرایمیا پر پله دوه ورځې وړاندې چاودنه شوې وه چې روسان پړه پر اوکرایین وراچوي.
د اوکرایین دفاع وزارت وايي، روسیې د پلازمېنې کېیف په ګډون د اوکرایین پر څو ښارونو ۸۳ توغندي توغولي چې ۴۳ یې د اوکرایین دفاعي سیستم پر هدف له لګېدو مخکې له منځه وړي دي.
د اوکرایین د هوايي ځواکونو ویاند یوري اېنټ وايي، دغه توغندي له کسپين او تورې بحېرې توغول شوي دي. تر اوسه په دغو بریدونو کې د لږ تر لږه د لسو کسانو د وژنې رپوټونه ورکړل شوي دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم منلې چې د اوکرایین ښارونه یې پر توغندیو ویشتلي دي. په یوه وېډیو وینا کې ښاغلی پوتین وايي، پر ګڼو توغندیو یې د انرژۍ، پوځ او اړیکو ټینګولو ځایونه په نښه کړي دي.
رویټرز خبري اژانس د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې یو توغندی په کېیف کې پر هغې ودانۍ لګېدلی چې د جرمني قونسلګري پکې وه.
تر اوسه روښانه نه ده چې په دغه برید کې چاته مرګژوبله اووښتې کنه.
داسې ښکاري چې روسي ځواکونو له نسبتآ اوږد ځنډ وروسته یو ځل بیا پر دغه ښار د توغندیو بریدونه کړي.
په خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د ښار بېلابېلو برخو کې له ودانیو لوګي خېژي.
اوکراییني چارواکي وايي، په اتو بېلا بېلو سیمو کې ۱۱ مهمه ځایونه په نښه شوي دي چې ځینې خدمتونو یې زیانمن کړي دي. په لویف، خېرسون، سومي او ځینو ښارونو کې د اوبو او برېښنا د پرچاوۍ رپوټونه ورکړل شوي دي.
غبرګونونه
دا بریدونه داسې مهال شوي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وړاندې د کرایمیا پر پله د شنبې ورځې چاودنې پړه د اوکرایین پر استخباراتو اچولې او دا یو ترهګریز عمل بللی و.
اروپايي مشرانو دغه بریدونو "وحشتناک" بللي دي. د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون خپل اوکراییني سیال ولودمير زېلېنسکي سره بیړنۍ ټیلیفونو خبرې کړې دي.
د جرمني لومړي وزیر اولف شولز هم له دغه برید وروسته د اوکرایین ولسمشر سره غږېدلی دی او د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.
د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر بیا دغه بریدونه "جنګي جرم" بللی دی او وايي "روسیه دغه جګړه نه شي ګټلی."