د پاکستان کورنیو چارو وزیر: عمران خان د اسلام اباد قبضه کولو او ګډوډیو جوړولو هوډ لري

عمران خان

د عکس سرچینه، Twitter/@PTI

د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ادعا کړې چې د دغه هېواد تحریک انصاف ګوند مشر، مخکنی لومړی وزیر عمران خان د اکتوبر له ۱۲ تر ۱۷مې پورې د پلازمېنې اسلام اباد د قبضه کولو او دغه ښار کې د ګډوډیو خپرولو پلان لري.

هغه د پاکستان جیو نیوز تلویزیون ته ویلي چې حکومت به د ولس په ملاتړ د عمران خان د پلانونو ناکامولو ټولې ممکنې هڅې وکړي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر زیاته کړې چې قانون خلکو ته په سوله ییزه توګه د احتجاج حق ورکړی خو محکمې په زغرده ویلي چې د پلازمېنې سور زون کې به چا ته د سیاسي جلسو اجازه ورنه کړل شي.

د یادولو ده چې عمران خان له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان بېلابېلو ښارونو کې د خپلو پلویانو غونډې او جلسې جوړوي.

نوموړي ګواښ کړی چې د اوسني حکومت خلاف به د 'رېښتینې ازادۍ' په نوم ستر لاریون راباسي، خو تر اوسه یې د دغه لاریون نېټه نه ده مشخصه کړې.

هغه تېره اوونۍ ټېکسلا کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وویل چې دغه لاریون ته کم وخت پاتې دی او ټول دې د دغه غږ ته منتظر اوسي.

بلخوا د پاکستان کورنیو چاور وزیر په دې وروستیو کې د نورو پاکستاني چارواکو په څېر د عمران خان د ثبت شویو خبرو خپرېدو ته په اشارې وویل چې دغو غږیزو کلپونو د هغه (عمران خان) دویمه څېره برملا کړه.‌

رانا ثناالله تور پورې کړ چې 'عمران خان د بندو دروازو ترشا د هېواد خلاف دسیسې جوړولې، خو د خلکو په مخ کې یې پر خپلو مخالفانو تور لګاوه.'

نوموړي پخپله د ده د نیول کېدو په اړه د راولپنډۍ د یوې محکمې د تازه حکم ته په اړه وویل چې داسې تکتیکونه نشي بریالي کېدای.

رانا ثنااللہ (فائل فوٹو)

د عکس سرچینه، APP

د عکس تشریح، رانا ثناالله - د پاکستان کورنیو چارو وزیر چې محکمې یې شنبه د نیولو امر کړی

د راولپندۍ محکمې شنبه د هغه نیول کېدو امر صادر کړ.

د نوموړي خلاف داسې امر صادر شوی چې ضمانت یې نه کېږي.

خو د اسلام اباد پولیسو ویلي چې که د فساد ضد ډله د هغه د نیول کېدو غوښتنې لپاره د دوی اړوندو تاڼو یا د پولیسو مرکزونو ته ورشي، نو اسناد به ترې وغوښتل شي.

د بي بي سي حمیرا کنول وايي‌ د اسلام اباد د پولیسو یوه چارواکي ورته ویلي چې د کورنیو چارو وزیر خلاف د نیولو امر پنجاب کې صادر شوی او د اسلام اباد پولیسو سره تړاو نه لري.