تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نامعلومو کسانو د فلسطیني همجنس خوښونکي احمد ابو مریه سر پرې کړی
فلسطیني پولیسو د ۲۵ کلن همجنس خوښي د وژلو په تور يو کس نیولی دی. د وژل شوي کس مړی په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې په داسې حال کې پولیسو موندلی چې سر ترې غوڅ شوی و.
په اسر ائیل کې د ایل جي بي ټي کسانو د حقونو فعالان وايي، وژل شوي کس احمد ابو مریه ته ځکه ګواښونه کېدل چې نوموړی همجنس خوښی و.
دوی وايي، نوموړي په اسرائیل کې د پناه غوښتنه کوله. د نوموړي وژل کېدو ځای ځایګي ویډيو په الخلیل کې ډېر شکونه راپورته کړي، خو پولیس وايي، تر اوسه هېڅ څه تائید شوي نه دي.
تر اوسه دا هم معلومه نه ده، چې احمد ابو مریه دې ښار ته څنګه رسېدلی و.
اسرائیل کې ایل جي بي ټي فعالان وايي، هغه ته په خپله ټولنه کې د وژل کېدو ګواښونه شوي وو او له هغه وروسته یې بهر ته د تلو په هیله دوه کاله په اسرائیل کې تېر کړل.
اسرائیل رسنیو د نوموړي د ملګرو له قوله ویلي، چې نوموړی لویدیځې غاړې ته تښتول شوی و. خو خپل خپلوان یې بیا وايي، الخلیل ته به د دوی لیدو او دندې لپاره ورته.
دوی د وژنې انګېزې تش ګنګوسي بولي. په فلسطیني او اسرائیلي دواړو محافظه کارو ټولنو کې همجنس خوښوونې ته په ښه نظر نه کتل کېږي.
رپوټونو کې ویل شوي، نوموړي د یوې بشري خواخوږۍ اجازې له موندلو وروسته له کوره تښتېدلی و او هیله یې دا وه چې کاناډا ته کډوال شي.