تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تايلنډ وړکتون برید کې د وژل شویو شمېر ۳۷ ته لوړ شوی
په تایلنډ کې د پولیسو یوه پخواني افسر د ماشومانو په یوه پالنځي کې ۳۷ کسان په ډزو او د چاکو په ګوزارونو وژلي چې ډېری یې ماشومان دي. ځايي پولیس وايي، په نانګ بوا لامفو سیکه کې دې بریدګر وروسته ځان د کورنۍ غړي هم وژلي دي. پولیس وايي، بریدګر ډېری قربانیان په چاړه وهلي دي. د ځايي پولیسو په وینا دغه ۳۷ کلن پخوانی پولیس افسر په تېره جون میاشت کې د مخدره توکو کارولو له کبله له دندې ګوښه شوی و. پولیس وايي، بریدګر په وروستي ځل له یوه داسې موټر سره لیدل شوی دی چې نمبر پلېټ یې بنکاک کې ثبت شوی دی. د ای ایف پي خبري اژانس د ځايي چارواکو له خولې ویلي، په وژل شویو کې ۲۳ ماشومان دي. برید د ماشومانو په یوه وړکتون کې شوی دی.
د تایلند لومړي وزیر پرایوت چان اوچا وايي، د نننۍ پېښې په اړه یې پولیسو ته د سملاسي څېړنو امر کړی دی.
رپوټونه وايي، وسله وال کس ټوپک، تومانچه او چاقو درلودل.
دا هم ویل شوي چې هغه خپل موټر هلته د شته خلکو پر خوا ځغلولی و.
د ځايي پولیسو ویاند وايي، وسله وال وروسته له هغه په غوسه شو چې وړکتون ته له رسېدو وروسته یې خپل ماشوم هلته ونه مونده، بیا یې پر خلکو پرلپسې ډزې وکړې، په موټر یې ووهل او وروسته کورته ولاړ او خپله ښځه او ماشوم یې ووژل.
په تایلنډ کې دغه ډول ډله ییزې وژنې ډېرې کمې پېښېږي.
په ۲۰۲۰ کال کې د ناخون راتچاسیما ښار کې هم یوه سرتیري ۲۱ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.