د مصر او اسلامي نړۍ نامتو دیني عالم شیخ یوسف القرضاوي وفات شو

د عکس سرچینه، Anadolu Agency
د مصر او اسلامي نړۍ یو نامتو دیني عالم شیخ یوسف القرضاوي د ۹۶ کالو په عمر وفات شو. نوموړی په مصر کې زېږېدلی و، خو د ژوند وروستي کلونه یې په قطر کې تېر کړل.
د نوموړي زوی عبدالرحمن القرضاوي ویلي، د شیخ القرضاوي جنازه به سبا سه شنبه ماسپښین قطر کې ترسره کېږي او هملته پلازمېنه دوحه کې به خاورو ته سپارل کېږي.
عبدالرحمان القرضاوي وایي، پلار یې وصیت کړی و چې هر هېواد کې چې ساه ورکړي، هملته دې خاورو ته وسپارل شي.
هغه همدا راز بي بي سي سره خبرو کې زیاته کړه چې په اوسنیو شرایطو کې یې کورنۍ د سیاسي او امنیتي ستونزو له کبله مصر ته نشي تللی.
افغان طالبانو دوشنبه په دې تړاو یوه رسمي اعلامیه خپره کړې او د شیخ القرضاوي مړینه یې 'د اسلامي امت لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه ' بللې ده.
شیخ یوسف القرضاوي په مصر او نوره نړۍ کې د 'اخوان المسلمین ' ډلې یو مهم او روحاني مشر بلل کېده.
ښاغلی القرضاوي یو مهال د اسلامي علماو د نړیوالو اتحاد مشر هم پاتې شوی و. نوموړي پر بېلابېلو اسلامي موضوعاتو ګڼ شمېر کتابونه هم لیکلي دي.
هغه پر الجزیره تلویزیون د یوې اسلامي خپرونې کوربتوب هم کاوه، چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې یې لسګونه میلیونه کتونکي درلودل.
د نورې اسلامي نړۍ په څېر افغان طالبانو هم نوموړي ته ځانګړی درناوی درلود او د طالبانو یو شمېر چارواکو په دې رووستیو کې قطر کې له نوموړي سره لیدلي وو او ګډ عکسونه یې خپاره شوي وو.








