تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیه کې د جبري عسکرۍ ضد لاریونونه؛ سلګونه کسان نیول شوي
روسیه کې د بشري حقونو فعالې خپلواکې ډلې وایي سلګونه کسان د روسیې لروبر د جبري عسکرۍ د نوي پلان خلاف اعتراضونو کې نیول شوي دي.
'او وي دي - انفو' ویلي د شنبې پر ورځ ۳۲ مختلفو سیمو کې ۷۲۴ کسان نیول شوي.
تر هغې وروسته چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېرې چارشنبې سهار د اوکرایین جګړې لپاره د ۳۰۰ زره کسانو د برابرېدو پلان اعلان کړ، د دغه پلان خلاف لاریونونه پیل شوي.
مسکو خپلو هغو ځواکونو ته هم نوې سزاګانې اعلان کړې چې عسکري خدمت کې ناغېړې کوي او جګړې ته زړه نه ښه کوي.
ښاغلي پوتین لخوا شنبه د یوه صادر شوي فرمان له مخې هر سرتېری چې تسلیمېږي، له پوځه د وتلو هڅه او یا له جګړې ډډه کوي، تر لسو کلونو بند باندې محکومېدای شي.
هغه همدا راز داسې فرمان هم لاسلیک کړی چې که کوم بهرنی وګړی یې یو کال پوځ کې د خدمت تړون وکړي، نو د روسیې تابعیت به ورکول کېږي.
څېړونکي وایي دا وړاندیز د شمېر له اړخه د روسیې ځواکونو د جدي کمښت ښودنه کوي.
رپوټونه وايي ګڼو روسي ځوانانو له جبري عسکرۍ تښتېدو لپاره د هېواد پرېښودلو ته مخه کړې ده.
ویل کېږي په دې لړې کې ګرجستان سره پر پوله د شاوخوا ۲۵۰۰ موټرونو اوږد کتار درېدلی او فنلنډ هم ویلي د هغو روسانو شمېر پام وړ ډېر شوی چې غواړي دغه هېواد ته ورشي.
د یو بل خبر له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکرایین کې د روسیې پوځ د لوجېستیکی عملیاتو مسوول له دندې لېرې کړی دی.
د روسیې دفاع وزارت د شنبې پر ورځ د ټېلېګرام یوه پیغام کې ویلي چې جنرال دمیتري بولګاکوف، چې د دغه وزارت مرستیال هم و، لېرې او پر ځای یې جنرال میخایل میزینڅېف ټاکل شوی دی.
۶۷ کلن بولګاکوف له ۲۰۰۸ کال راهیسې د روسیې پوځ د لوجیستیکي عملیاتو مسوول و او په ۲۰۱۵ کال یې سوریې ته د استول شویو روسي ځواکونو د اکمال دنده هم پر غاړه درلوده.
هغه داسې مهال له دندې اېسته شوی چې په خواله رسنیو ځینو خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې پوځي خدمت ته نوي ګومارل شوي کسان پر زړو ټوپکو او وسلو سمبالېږي.
د جنرال مېزېنڅېف په اړه ویل کېږي چې د اوکرایین د بندري ماریوپول ښار د سختې او بې رحمه کلابندۍ مشري یې کوله.