تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوو سترو صنعتي هېوادونو په اشغال شوي اوکرايين کې "تش په نامه" ټولپوښتنې غندلې دي
د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو په يوه ګډه اعلاميه د اوکرایین په څلورو اشغال سيمو کې له روسيې سره د یو ځای کېدو په اړه ټولپوښتنې "تش په نامه" بللې او غندلې يې دي.
د اوکرايين په لوهانسک، دونيڅک، خیرسون او زاپوريزيا کې خلک د پنځو ورځو لپاره په ټولپوښتنه کې خپلې رايې اچوي.
خو دا په داسې حال کې ده چې اوکرایینیان وايي، د هېواد په اشغال شویو سیمو کې یې وسله وال پوځیان له روسیې سره د یو ځای کېدو په پار په خپل سر د اعلان شوې ''ټولپوښتنې '' لپاره کور، په کور د رایې ټولولو په خاطر ګرځي.
په اینرهودار سیمه کې یوې ځايي ښځې بي بي سي ته په دې هکله وویل: ''شفاهي ځواب ورکوې او پوځیان یې په یوه فورمه کې لیکي او له ځان سره یې ساتي. ''
د سویلي خیرسون ښار په مرکزي برخه کې د خلکو رایو لپاره ایښي صندوق سره روسي ساتونکي لیدل شوي دي.
د روسیې دولتي رسنیو په رپوټونو کې بیا ویل شوي، ''د امنیتي ملحوظاتو '' له کبله کور، په کور رایې اخیستل کېږي.
د تاس خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي: ''د سپتمبر پر ۲۷ به په شخصي توګه د رایې ورکولو بهیر پیلېږي، پر نورو ورځو به رایې اخیستنه کور په کور بڼه ورکول کېږي. ''
که څه هم ثبوتونه یې د خلکو له خولو ویل شوي، خو د وسله والو کسانو شتون د مسکو له هغې ادعا سر متضاد دی، چې وايي، د رایې اخیستنې بهیر شفاف او ازاد دی.
د چارو ماهرین وايي، خپلسره ټولپوښتنه چې پنځه ورځې به روانه وي، روسیې ته لار هواروي چې د اوکرایین اشغال شوې سیمې یا هغه سیمې چې یوه برخه یې اشغال کړې، د خپلې خاورې برخه وبولي.
په بله معانا دا پر اوکرایین د روسیې له پوځي یرغل اووه میاشتې وروسته له روسیې سره د اوکرایین ځینو برخو ضمیمه کولو لپاره د رایې ورکولو یو جعلي بهیر بلل کېږي.
په روسیې پورې د دې سیمو ''غوټه کول '' به په نړیواله کچه په رسمیت و نه پېژندل شي، خو کېدای شي روسیه ادعا وکړي، چې د خاورې یوه برخه یې د هغو وسلو تر برید لاندې ده، چې لوېدیځوالو اوکرایین ته ورکړې او دې سره جګړه لا زیاتېدای شي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن دا ټولپوښتنه ''یو شرم '' بللی چې په وینا له نړیوال قانونه د دې لپاره سرغړونه شوې، چې د اوکرایین ځینو برخو لاندې کولو لپاره وار له مخه ''جعلي چمتوالی '' وشي.
نوموړی وايي، امریکا متحده ایالات به هېڅکله ''د اوکرایین خاوره د اوکرایین له ملکیت پرته په بل هېڅ مانا و نه پېژني. ''
د بریتانیا بهرنیو چارو سکرتر جیمز کلیورلي وايي، هېواد یې داسې ثبوتونه لري چې روسي چارواکو وار له مخه ''
د شرم وړ دې ټولپوښتنې لپاره له مخکې د رایې ورکوونکو شمېر او تایید کچه ټاکلې ده. ''
ښاغلی کلیورلي وايي، روسي چارواکو د دې میاشتې تر پایه پورې د اوکرایین څلورو سیمو لوهانڅک، دونیڅک، خېرسون او زاپوریژیا په خپله خاوره پورې د ضمیمه کولو پلان چمتو کړی.