تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیې اوکرایین ته د جګړې لپاره د تازه پوځیانو استولو چمتوالی پیل کړ
روسیې اوکرایین کې له ماتې وروسته دغه هېواد ته د جګړې لپاره د تازه پوځیانو د لېږد چمتووالی پیل کړی دی.
د روسیې ولسمشر ولودمیر پوتین د یوه فرمان له مخې امر کړی و چې لږ تر لږه ۳ سوه زره احتیاطي پوځیان به د جګړې لپاره اوکرایین ته لېږي.
د دغو پوځیانو د لېږد هدف له هغې روسي خاورې دفاع یاده شوې چې په وینا یې لویدیځ یې "ویجاړول" غواړي.
د پوتین له دې پرېکړې وروسته روسیه کې احتجاجونه پیل شوي .
رپوټونه وايي چې له دغو احتجاج کوونکو لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان نیول شوي هم دي.
پوتین په خپله تلویزیوني وینا کې ویلي و چې هیواد یې له "اټومي ګواښونو" سره مخ دی او له خپل ځانه د دفاع لپاره به له هر ډول وسیلو او امکاناتو ګټه واخلي.
نوموړې لویدیځ تورن کړی چې روسیه کمزوري کول، ویشل او ویجاړول غواړي.
ورته وخت کې روسیې او اوکرایین په یوه نااټکل شوي ګام د شاوخوا ۳۰۰ بندیانو د تبادلې هوکړه کړې چې د ازوف جنګیالي هم پکې دي.
روسي چارواکو تېره شپه د هغو ۵۵ پوځيانو د خلاصېدو د هرکلي مراسم لمانځلي چې د بندیانو تبادله کې راخوشي شول.
دا پر اوکرایین د روسیې له یرغل پیلېدو راهیسې له کېیف سره د مسکو د بندیانو تر ټولو لویه تبادله ده.
د کرملین په یوه خبرپاڼه کې راغلي، ټول تبادله شوي بندیان د روسیې خاورې ته په پوځي الوتکو کې رسېدلي او د دفاع وزارت روغتیايي مرکزونو کې دي.
په خبرپاڼه کې د اوکرایین د پارلمان د مخکني غړي ویکټور میډویډچک نوم نه دی راغلی چې نوموړی د پوتین مخالف ګڼل کېده.
نوموړی هم په دې تبادله کې و.
د بریتانیا حکومت د احتیاطي پوځیانو د استولو په تړاو د پوتین اعلان پر اوکرایین د روسیې د یرغل "د ناکامۍ ښکاره اعتراف" ګڼي.
د بریتانیا حکومت د پوتین دا پرېکړه غندلې ده. په پام کې ده چې د بریتانیا لومړۍ وزیره لېز ټرس په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د ازادۍ د دفاع په تړاو وینا وکړي.
د لومړۍ وزیرې په توګه به اغلې ټرس پخپل لومړني بهرني سفر کې د ملګرو ملتونو غونډې ته د اوکرایین د ملاتړ غږ هم پورته کړي.
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلینسکي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کې وویل، روسیه باید پر اوکرایین د یرغل له کبله 'یوازې او یوازې سزا ' وویني.
په یوه ویډیويي وینا کې چې له مخکې ثبت شوې وه، اوکراییني ولسمشر د یوه ځانګړې محکمې رامنځته کېدو غوښتنه وکړه او په اوکرایین کې یې د هغو جنګي جرمونو تفصیل بیان کړ، چې ادعا کېږي روسي پوځیانو کړي دي.
نوموړي دغه راز په نړیواله کچه روسیې ته د سزا ورکولو او د اوکرایین لپاره د لا نور پوځي ملاتړ په ګډون د 'سولې فارمولا ' وړاندې کړه.
ښاغلي زېلینسکي په خپله وینا کې روسیه تورنه کړه چې د خپلې 'غیر قانوني جګړې ' له کبله یې ویجاړونکې تباهي ' رامنځته کړې ده.
نوموړي په همدې ورځ دا وینا وکړه، چې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین درې سوه زره احتیاط پوځیان د فعالیت لپاره بللي دي.