تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شمالي کوریا پر روسیې د وسلو پلورل ردوي
- Author, زبیده عبدالجلیل
- دنده, بي بي سي
شمالي کوریا وايي، نه یې پر روسیې وسلې پلورلې او نه هم په راتلونکي کې د داسې کولو هوډ لري.
د شمالي کوریا د امریکا له هغو رپوټونو وروسته دا څرګندونې کړې چې وايي، مسکو د وسلو زېرمو بیا ډکولو لپاره پیونګیانګ ته مخه کړې.
امریکايي چارواکو مخکې ویلي و، کېدای شي روسیه له شمالي کوریا د توپ مرمۍ او راکټونه واخلي.
د امریکايی چارواکو په وینا دا او داسې نور رپوټونه چې ښيي روسیه له ایرانه هم وسلې ترلاسه کوي، ښيي چې د لوېدیځوالو بندیزونه د اوکرایین په جګړه کې د روسیې پر وړاندې خنډونه جوړوي.
مسکو هماغه مهال دا رپوټونه رد کړي وو.
د یادونې ده، چې د مسکو او شمالي کوریا تر منځ د وسلو هر ډول راکړه ورکړه به د ملګرو ملتونو له بندیزونو سرغړوونه وي.
پر پنجشنبه د کوریا دولتي خبري شبکې کې، سي این اې د یوه نامعلوم کوریايي چارواکي له قوله وویل: ''موږ روسیې ته هېڅ ډول وسله یا مرمۍ نه مخې صادر کړي او نه داسې کوم پلان لرو. ''
په رپوټ کې امریکا او ''نور مخالف قدرتونه '' د دې لامل بلل شوي، چې خپلو ''پوځي او سیاسي هدفونو ته د رسېدو لپاره په دې هکله ګنګوسې خپروې. ''
د سپتمبر لومړیو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل، د روسیې او شمالي کوریا د وسلو په راکړه ورکړه کې کېدای شي میلیونونه راکټ او د توپخانې مرمۍ شاملې وي.
خو د ملي امنیت شورا ویاند جان کیربي بیا په دې هکله له احتیاطه ډک غبرګون څرګند کړ او په وینا یې تر اوسه داسې کومه سودا نه ده بشپړه شوې او داسې کوم ثبوت هم نه شته، چې دا وسله به په اوکرایین کې کارول کېږي.
سره له دې چې روسي ځواکونه په اوکرایین کې پرمختللې وسلې کاروي، هلته یې درانه زیانونه لیدلي دي.