اوکرایین جګړه؛ دونیڅک کې توغندیزو بریدونو ۱۳ کسان وژلي دي

Video posted online showed the aftermath of an explosion in a square in western Donetsk

د عکس سرچینه، Telegram/itsdonetsk

د عکس تشریح، د دونیڅک ښاروال تور لګوي چې اوکراییني ځواکونو ولسي خلک په نښه کړي

د اوکرایین ختیځ کې له دونیڅک ښاره رپوټونه وایي، یو شمېر چاودونو کې هلته لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د دونیڅک روسي پلوه ښاروال الیکسي کولمزېن تور لګولی چې اوکراییني ځواکونو پر ښار مزایل توغولي دي، خو اوکراییني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي،

دونیڅک له ۲۰۱۴ کال راهیسې د روسي پلوه ملیشو په واک کې دی او دوی بیا بیا پر اوکرایین تور لګولی چې یاده سیمه کې ولسي خلک په نښه کوي.

یوه ځایي مشر ډېنس پوشیلین ویلي، اوکراییني ځواکونو قصداً دونیڅک کې د بسونو په یوه تمځای، یو پلورنځي او یو بانک کې ولسي خلک په نښه کړي دي.

بل لور ته اوکراییني ځواکونه وايي د اوسکیل سیند ختیځه څنډه چې د اوکرایین شمال ختیځ کې د روسي ځواکونو لومړۍ کرښه وه بېرته نیولې.

رپوټونه وايي، روسي پوځیان د خارکیېف له سیمې تقریبا په بشپړ ډول ویستل شوي، د سیمې یوه مشر ویلي چې راتلونکی هدف به یې لوهانڅک ته نږدې برخې وي.

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زلینسکي ویلي راتلونکي برید ته پوره چمتووالی نیول شوی.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Telegram/A_Shtirlitz

د عکس تشریح، رپوټونه وايي، روسي پوځیان د خارکیېف له سیمې تقریبا په بشپړ ډول ویستل شوي

سره له دې چې اوکرایینې ځواکونه له روسانو د ځینو برخو د بېرته نیولو خبر ورکوي خو ورته وخت کې روسیه تورنوي چې په سویل کې یې یوه اټومي بټۍ په نښه کړې ده.

اوکرایین کې د اټومي بټۍ چلوونکي اینور اتوم ویلي، د میکولاف په سیمه کې د دغه هېواد د دویمې لویمې لویې اتومي فابریکې ته څېرمه په ۳۰۰ مترۍ کې راکټ لګېدلی، ودانۍ یې زیانمنه کړې او د فابریکه کې یې د برېښنا یوه برخه پرې کړې ده.

دا برید تر دې دمه په خپلواک ډول نه دی تایید شوی.

د اوکرایین تر ټولو لویې اتومي بټۍ زاپوریژیا باندی هم روسیي ځواکونه وروسته له هغې څو ځلې بریدونه وکړل چې نړیولې پلټونکې ډلې یې د خوندیتوب او څارنې پرېکړې اعلان وکړ.

د اوکرایین جګړې ګټونکی به څوګ وي؟

اوکرایین جګړه

د عکس سرچینه، Getty Images

اوکراییني ځواکونو په سویل او شمال ختیځ کې د روسي ځواکونو پر وړاندې عملیات پیل کړي، خو په شمالي خارکیېف سیمه کې یې په روانه میاشت کې بې ساري او ډراماتیک پرمختګ کړی دی.

ولسمشر جوبایډن د امریکا تلویزیوني شبکې سي بي اېس ته وویل چې، اوکرایین د جګړې لویه بیه پرې کوي خو روسیه "هغومره چې خلکو تمه کوله وړ او ځواکمنه نه ده."

د لوهانڅک سیمې مشر سرهي هایدي د یوه ټانګ ویډیو خپره کړې چې له پانتوني له پله تېرېږي او ویلی یې دي چې اوکرایین اوس د اوسکیل سیند کیڼ اړخ کنټرولوي.

نوموړي ادعا کړي چې"لوهانڅک سیمه نږدې ده او نیول یې لرې نه دي."

که اوکراییني ځواکونه د نیول شوي اوسکیل ختیځه برخه کې خپله پښه ټینګه کړي نور پرمختګ هم کولی شي.

ښاغلي هایدي وویل، راتلونکی هدف به د لیمان ښار ازادول وي چې په می میاشت کې د روسي ځواکونو له خوا ونیول شو.

لیمان د ایزوم سویل ختیځ ته پروت دی چېرته چې د اوکراییني پوځ له نیولو وروسته شاوخوا ۴۵۰ جسدونه په ډله ییزو قبرونو کې وموندل.

له دغو جسدونو له موندلو وروسته اروپايي ټولنې د روسیې پر ضد د یوې نړیوالې محکمې جوړېدو غوښتنه وکړه.

روسیې د ایزوم د سقوط په اړه څه نه دي ویلي خو د دې شاتګ لامل یې د خپلو ځواکونو "بیا منظم کول" یاد کړې دي او ویلي یې دي د روسیې پر وړاندې د اوکرایین عملیات د دغه هېواد په ختیځ کې د روسیې نظامي پلانونه نه شي بدلولی.

روسیې د اوکرایین هغه ادعاوې رد کړي چې جګړه کې یې ملکې کسان په نښه کړي دي.