اروپايي ټولنې د روسیې پر ضد د نړیوالې محکمې جوړېدو غوښتنه کړې

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

اروپايي ټولنې پر اوکرایین د روسیې برید په اړه د یوې نړیوالې محکمې جوړېدو غوښتنه کړې.

دا غوښتنه ایزوم کې د لسګونه کسانو ډله ییزو قبرونو له موندولو وروسته شوې ده. ایزوم اوکرایین کې هغه ښارګوټی دی چې تازه اوکراییني ځواکونو له روسيې بېرته نیولی دی.

ویل کېږي چې دغو وژل شویو کسانو کې ډېر یې ښځی او ماشومان دي.

د چک د بهرنیو چارو وزیر جان لیپایسکي ویلي:"موږ د ټولو جنګي مجرمینو د سزا ملاتړي یو."

اوکرایین وايي، ډاډه دی چې ایزوم کې جنګې جرمونه شوي، تر اوسه ۵۹ جسدونه د ښار د څنډې له یوه ځنګله را ایستل شوي دي.

ښاغلي لیپاوسکي ویلي:" ۲۱مه پېړۍ کې د ملکې خلکو پر وړاندې دا ډول بریدونه له تصور وتلې او د کرکې وړ ده."

نوموړي زیاته کړې:" مونږ باید دا هر له پامه و نه غورځوو. موږ د ټولو جنګې مجرمینو د سزا غوښتونکي یو. زه د یوې بېړنۍ ځانګړې نړیوالې محکمې جوړېدو غوښتنه کوم چې د دې تېري جرمونه وڅېړي. "

دغه ډله ییز قبرونه داسې حال کې موندل شوي چې اوکراییني پوځیانو وروستیو کې له روسیې د دغې سیمې د بېرته نیولو او د دغه هېواد شمال ختیځ کې د روسیې پر ضد عملیاتو د دوام خبر ورکړی دی.

د روسیې ولسمشر ولودمیر پوتین د جمعې پر ورڅ وویل د روسیې پر وړاندې د اوکرایین علملیات د اوکرایین په ختیځ کې د روسیې نظامي پلانونه نه شي بدلولی.

د بریتانیا د دفاع وزارت وايي، روسییې اوکرایین کې پر ملکې خلکو بریدونه زیات کړي.

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زلینسکي د شنبې په ماښام په خپله وینا کې ویلي، پلټونکو د خارکیېف ښار ایزوم سیمه کې د د هغو خلکو د شکنجې نوي شواهد موندلي چې وژل شوي او ډله ییزو قبرونو کې اچول شوي دي.

ښاغلي زلینسکي ویلي:" د خارکیېف سیمې بېرته نیول شویو سیمو بېلابېلو ښارونو او ښارګوټو کې تر اوسه له لسو ډېر شکنجه شوي جسدونه موندل شوي دي."

هغه همدار راز ویلي روسان باید " د جګړې ډګر او محکمه کې" ځواب ورکړي.

د پنج شنبې پر ورځ د اروپايي ټولنې کمیسیون مشرې اورسولا فون رد لاین ویلي، چې غواړي د روسیې ولسمشر پوتین اوکرایین کې جنګې جرمونو له امله نړیوالې محکمې ته مخ کړي.

روسیې ایزوم کې د موندل شویو جسدونه په اړه څه نه دي ویلي خو په تېر کې یې د اوکرایین هغه ادعاوې رد کړي چې جګړه کې ملکې کسان په نښه کړې دي.