جاپان کې د سخت توپان خبرداری؛ زرګونه کسان لنډ مهالي پناه ځایونو ته لېږدول شوي

جاپان

د عکس سرچینه، Reuters

جاپان کې خلکو ته د یوه خطرناک طوفان د راتلو خبرداری ورکړل شوی دی.

جاپاني چارواکو له شاوخوا دوه میلیونه خلکو غوښتي چې له خپلو کورونو ووځي او ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

دغه سخت توپان چې د نانماډول توپان په نامه نومول شوی تمه کېږي چې نن کیوشو ټاپو ته ورسېږي.

د اټکل له مخې، د دغه توپان د بادونو چټکتیا کولی شي ساعت کې ۲۵۰ کیلومټرو ته ورسېږي او د باران شدت یې ځينو کې ۲۴ ساعتونو کې تر ۵۰۰ ملي مترو رسېدی شي.

د دغه خطر "ځانګړی خبرداری" کیوشو ټاپو ته ورکړل شوی چې د ځمکې ښوېدنې او سختو سېلابونو د راوتلو اټکل له امله پکې پروازونه هم ځنډول شوي دي.

د جاپان هوا پېژندنې اژانس اعلان کړی چې دغه طوفان به زورور بادونه او سخت بارانونه ولري چې د کورونو د رانړولو ګواښ زیاتوي.

د رپوټونو له مخې، زرګونه کسان تر دې دمه د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او لنډ مهالي پناه ځایونو ته لېږدول شوي دي.

د دغه خطرناکه سېلاب او ځمکې ښوېدنې د وړاندوینې له امله د کښتیو او اورګاډي خدمتونه او سلګونه پروازونه هم ځنډېدلي دي.

تمه کېږي، جاپان ته له راتلو وروسته توپان د دغه هېواد نورو برخو ته هم وغځېږي.

کیوشو سویل کې له هغو څلورو ټاپو ګانو یو دی چې د جاپان اصلي برخه جوړوي او له ۱۳ میلیونو څخه زیاته نفوس لري.

د جاپان ټایمز په نامه سیمه ییزې رسنۍ رپوټ ورکړی چې، دا لومړنی ځانګړی خبرداری دی چې تر دې دمه له اوکیناوا بهر چې ختیځ چین کې کوچني او لرې پراته ټاپوګان دي ورکړل شوی دی.

څنګه چې توپان دغه ځای ته راورسېږي تمه کېږي چې شمال ختیځ ته مخه کړي او د مرکزي جاپان له لارې تر توکیو ورسېږي.

د جاپان د هوا پېژندنې یوه چارواکي د شنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي:"د سختو بارانونو له امله د بې سارو توپانونو د رامنځته کېدو ګواښ شته."

دغه چارواکي ویلي، د نانماډول توپان به د جبي له توپانه ډېر خطرناکه وي چې ۲۰۱۸ کال کې یې ۱۴ کسان وژلي وو. او یا د هاګیبیس له هغه توپانه چې په ۲۰۱۹ کې یې د په پراخه کچه د برېښنا پرې کېدو لامل شو.

د جاپان هوا پېژندنې اژانس همدا ارز خبرداری وکړی چې ځینې کورونه په ځانګړي ډول د کیوشو سویل ته پراته کورنه تر سخت ګواښ لاندې دي، او له خلکو یې غوښتنه کړې چې هغه ودانیو ته لاړ شي چې استقامت یې زیات وي.