تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوتین او شي د شانګهای همکاریو سازمان په سرمشریزه کې پر 'سیمه ییزو مسائلو' غږیږي
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، نن به د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو مشران په سرمشریزه غونډه کې د نړیوالو او سیمه ییزو مسائلو په هکله خبرې وکړي.
افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د دې امنیتي، سیاسي او اقتصادي سازمان په غونډو کې د څارونکي په توګه ګډون کاوه، خو دا ځل بلنه نه ده ورکړل شوې.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو داسې ډېر احتمال شته چې په دې غونډه کې به د افغانستان پر وضعیت خبرې کېږي.
بل پلو مسکو کې چارواکي وايي، د روسیې او چین ولسمشران به د دې سرمشریزې غونډې په څنډو کې د اوکرایین پر جګړه او ''نورو نړیوالو او سیمه ییزو مسائلو خبرې وکړي. ''
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي هم په دې غونډه کې ګډون کوي.
روسیه دا غونډه ''د لوېدیځ بدیل '' بولي.
د یادونې ده، چې د کورونا وبا له پیل راهیسې دا بهر ته د چین ولسمشر شي جینپینګ لومړنی سفر دی.
ښاغلی شي د شانګهای سازمان په دوې ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره سمرقند ته له رسېدو مخکې په قراقستان کې هم تم شوی و.
بل لور د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ د بهرنۍ پالیسۍ ویاند یوري یوشاکوف وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین به د شانګهای همکاریو سازمان غونډې په ترڅ کې د هند، پاکستان، ترکیې او ایران مشرانو په ګډون له نورو مشرانو سره هم وویني، خو په وینا یې د چین له ولسمشر سره د هغه لیدنه ''ځانګړی اهمیت لري. ''
نوموړي زیاته کړه، دغه غونډه ''د پراخو سیاسي بدلونونو له شالید سره هممهاله تر سره کېږي. ''
چین او روسیه له ډېره وخته هڅه کوي، چې په ۲۰۰۱ کال کې تاسیس شوی شانګهای همکاریو سازمان چې د مرکزي اسیا څلور پخواني شوروي جمهوریتونه یې غړي دي، د لوېدیځوالو ګڼ اړخیزو ورته سازمانونو د بدیل په توګه وکاروي.