تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اذربایجان او ارمینیا تر منځ د تېرې شپې نښتو کې لسګونه پوځیان وژل شوي
د اذربایجان او ارمینیا پوځونو تر منځ جګړه کې د دواړو هېوادونو لسګونه پوځیان وژل شوي دي. د ارمیینا لومړی وزیر نیکول پاشینیان وايي، د تېرې شپې نښتو کې یې د هېواد ۴۹ پوځیان وژل شوي دي.
له تېرو دریو لسیزو راهیسې د دې دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ دوې جګړې شوې او معمولاً د پولې اوږدو کې نښتې کېږي.
روسي چارواکي وايي، د وروستیو نښتو لړ کې یې د اوربند لپاره منځګړیتوب کړی، خو ارمینیايي چارواکي بیا وايي، جګړه یو څه کراره شوې، خو بشپړ اوربند لا نه دی شوی.
د دې دواړو هېوادونو تر منځ د جګړې لامل د نګورنو کاراباخ سیمه ده، چې په نړیواله توګه د پېژندل شویو پولو له مخې د اذربایجان یوه برخه ده، خو اکثریت اوسېدونکي یې ارمینیايي توکمه دي.
په دې سیمه کې د کلتوري وېش تر څنګ خلک له مذهبي پلوه هم سره وېشلي دي. ارمینیا ډېری وګړي، عیسویان دي، خو د اذربایجان ډېر اوسېدونکي بیا مسلمانان دي. د همدې سیمې پر سر په ۱۹۸۰ مو، ۱۹۹۰ مو کلونو کې دوه ځله لویې جګړې شوې، په ۲۰۲۰ کال کې بیا یوه جګړه تر شپږ اونیو پورې روانه وه، خو لنډ مهاله نښتې بیا دلته یو معمول دی.
دواړه هېوادونه پر یوه بل د وروستي تاوتریخوالي پیلولو تور پورې کوي. ارمینیايي چارواکي وايي، ګاونډي هېواد د دوی پر یو شمېر کلیو او ښارګوټو د توپخانې بریدونه کړي، او دوی یې ځواب ورکړی. خو اذربایجان چارواکي بیا تور پورې کوي، چې د دوی د پوځیانو پر سنګرونو لومړی برید شوی.
د دوشنبې پر شپه له هغه مخکې تاوتریخوالی روان و، چې مسکو وویل، د یوه اوربند لپاره یې منځکړیتوب کړی، چې د سې شنبې له سهاره به عملي شي. داسې باور کېږي چې د اذربایجان لوري ته هم د سر زیان اوښتی، خو د دې هېواد چارواکو د مرګژوبلې په هکله رسماً څه نه دي ویلي.