په بريتانيا کې وير: عکسونه

کله چې د برتانیا ترټولو اوږدې مودې شاهي واکمنۍ ملکې الېزابت دويمې د مړینې خبر خپور شو، خلکو په ټوله بريتانيا کې د ګلونو اېښودلو او درناوي مراسم پیل کړ.

په بکېنګهم ماڼۍ کې په زرګونو خلک د ګلونو اېښودلو او د ملکې د کور عکسونو اخيستلو ته راټول شوي، دلته بيرغ نيمه ځوړند و.

د ملکې د مړينې خبر د بکېنګهم ماڼۍ پر دروازې ځړول شوی و.

ملکه د پنجشنبې ماسپښين مهال په بالمورال ماڼۍ کې په ارمه توګه ومړه. د خرابې هوا سربېره د دروازې مخې ته ګلان کېښودل شول.

وېنزر ماڼۍ د ملکې د خوښې کور و. ځايي خلکو ورته د ګاونډۍ په سترګه کتل

د وېسټ هم او اېف سي اېس بي لوبډلو تر منځ د اروپا کنفرانس ليګ لوبې پر مهال لوبغالي کې يوه دقيقه چوپتيا وه

د ملکې په بل استوګنځي هوليروډ هاوس ماڼۍ کې هم ماتم کوونکو ګلونه کېښودل او درناوی يې وړاندې کړ. د ګلونو يوې ګېډۍ ساده پيغام درلود.

د لندن په پېکډېلي سرکس کې د ملکې يو لوی برېښنايي تصوير ځړول شوی وی چې په لاره د تېرېدونکو پام يې ځانه ته وراړولی دی.