د افریقا لرغوني ډایناسور فوسیلونه زمبابوې کې موندل شوي

ساینس پوهانو زمبابوی کې د افریقا تر ټولو لرغونی ډایناسور فوسیلونه( پاتې شوني) موندلې چې ۲۳۰ میلیونه کاله پخوا یې ژوند کاوه.

د Mbiresaurus raathi په نامه د دغه ډایناسور یو متر لوړوالی ، اوږده غاړه او تېره غاښونه و.

د زمبابوی د ملي موزیمونو مرستیال دارلینګټن مونیکوا بي بي سي ته وویل:" کله چې موږ د لرغوني ډایناسورد ودې په اړه خبرې کوو د تریاس د زمانې فوسیلونه تر ټولو نادر(کم موندونکي) دي."

نوموړي ویلي، د هغه دور فوسیلونه چې له ۲۰۰ میلیون کاله پخوا له منځه تللي لومړی په سویلي امریکا، هند او اوس زمبابوی کې موندل شوي دي.

ښاغلي منیکوا زیاته کړې، تمه کېږي، دغه موندنه د لرغونې زماني ډایناسورانو پر ودې او مهاجرت لا نوره رڼا واچوي چې له کومه ځایه چېرته مهاجر شوي دي.

زمبابوی لسیزې راهیسې سیمه کې د نورو فوسیلونو شاهد تېر شوی، ښاغلی مونیکوا وايي:"ډېر داسې ځایونه شته چې لا نورو موندنو ته پکې اړتیا ده خو په دې شرط چې پوره بودیجه په لاس کې وي."

د کریسټوفر ګریفین په نامه یو بل ساینس پوه چې د موندنې په دغه سفر کې شامل و بي بي سي ته ویلي:" دا موندنه ښيي چې ډایناسور اوس نه بلکه له ډېرې پخوا زمانې پر نړۍ حکومت کړی."

داسې ښکاري چې دیناسور او هغه حیوانات چې هغه مهال یې دوی سره یو ځای ژوند کاوه سویل کې ډېر لرې تر یوه ځانګړې چاپیریال محدود شوي و، لکه نن چې سویلي امریکا، سویلي افریقا او هند دي.

ښاغلی ګریفین وايي دا :" افریقا کې تر ټولو لرغونی موندل شوی دیناسور دی."

د کیپ ټاون پوهنتون پروفیسور او لرغونپوه انوسویا چینسامي تورن بي بي سي ته ویلي، دا موندنه مهمه وه ځکه چې دا د سورپود دیناسور یوه برخه ده چې په دوی کې دیپلودوکس او بورنتوزور دیناسور هم شامل دي.

د نوموړي په ټکو:" دغه موندونې ښيي چې کله دیناسور وده کوله دوی په بېلابېلو لویو وچو ګې موندل شوي، خو داسې ښکاري چې دوی د وچي هوا پرتله ګرم او لندبل چاپیریال کې ډېر اوسېدلي، موږ تمه لرو چې له دغې سیمې نور ډېر څه ترلاسه کړو."

نوموړی وايي، له دې موندنې وړاندې هم دغې سیمه کې د کانونو او ګازو موندنې شوي دي.

د هغه په ټکو:" تمه ده چې د لرغونو توکو د خوندیتوب لپاره سخته پالیسي موجوده وي او په دې ډاډه شو چې دا فوسیلونه له منځه نه ځي بلکه موزیمونو ته سپارل کېږي."

د Mbiresaurus raathi په نامه د دغه دایناسور موندل شوي فوسیلونه اوس د زمبابوی په سویلي ښار بلاوایو کې د موزیم په یوه خونه کې ساتل کېږي.