بلقیس بانو؛ هند کې د ډله ییز جنسي تېري عاملانو د خوشې کېدو خلاف لاریونونه شوي

هند کې پر یوې مسلمانې ښځې 'بلقیس بانو' د ډله ییز جنسي تېري په تور د ۱۱ نیول شویو کسانو د خوشې کېدو پرېکړې خلاف لاریونونه شوي دي.

د جنسي تېري دا پېښه په ۲۰۰۲ کال د هند ګجرات ایالت کې د مذهبي اړودوړ پر مهال شوې او د اغلې بلقیس د کورنۍ ۱۴ غړي هم پکې وژل شوي وو.‌

محکمې دغو کسانو ته د عمري بند سزا اورولې وه، خو اوس د ۱۵ کلونو بند له تېرولو وروسته خوشې شوي.

د هند بېلابېلو ښارونو کې د دغو کسانو د خوشې کېدو پرېکړې خلاف لاریونونه شوي او ګډونوالو یې خپلو شعارونو کې له حکومته غوښتي چې د دغو سړیو د خوشې کېدو پرېکړه بېرته واخلي.‌

د هندي فلمونو لوبغاړې او د ښځو حقونو فعالې 'شبانه اعظمي' پلازمېنې ډیلي کې 'اې اېف پي' خبري اژانس ته ویلي"له بلقیس بانو سره چې څه وشول، د هغې له کورنۍ سره چې څه وشول -نشو کولی چې ویې زغمو او وګورو هېواد سره مو داسې کېږي. همدا ده چې موږ ټول به سره رایو ځای کېږو او غږ به پورته کوو."

د دغو اعتراضونو یوه بله محصله ګډونواله ادیتي وایي "د مېرمنو خلاف کرکه او نرواکي دومره ډېره او نورمال شوې چې اوس خلکو ته جنسي تېری هم عادي شوی دی."

له سره هممهاله تر سلو ډېرو پخوانیو دولتي کارکوونکو د هند قاضي القضات ته یوه لیک کې لیکلي چې د دغو جنسي تېري کوونکو خوشې کېدل به د ټولو ښځو پر خوندیتوب ډېر بده اغېزه وکړي.‌

د ګجرات حکومت لخوا د دغو کسانو د خوشې کېدو اعلان د اګست پر ۱۵مه داسې مهال وشو چې هند د خپلې خپلواکۍ ۷۵یمه کلیزه نمانځله.‌

د ګجرات له زندانه د دغو کسانو د خوشې کېدو لانجمه او بحث پاروونکې ویډیو هم خواله رسنیو کې ډېره لاس په لاس شوه.‌

په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې دغه سړي له زندانه بهر کتار ولاړ دي،‌ د کورنۍ غړي او خپلوان یې خواږه ورکوي او د درناوي په پار یې پښې لمسوي.‌

بلقیس بانو د دغو سړیو تر خوشې کېدو وروسته ویلي د بې انصافۍ دې پېښې لړزولې او د عدالت پر تامینېدو یې باور مات شوی دی.