'روهینګایان: 'ومو وژنئ، خو بېرته مو میانمار ته مه شړئ'

    • Author, راجیني ویدیاناتان
    • دنده, د بي بي سي د سوېلي اسیا خبریاله

د هغې په څلورو زړه خوړینوونکو کلونو کې، یاسمین په ناڅرګند ډول ژوند کوي، نه پوهېږي له کوم ځای سره تړاو لري.

د بنګله دېش کډوالو کمپ کې زیږېدلې،‌ ماینمار کې خپل پلرني کلي ته نه شي ستنېدلی.‌ اوس یې د هند پلازمېنه ډیلي کې یوه چټله خونه ټول کور دی.

د سلګونو روهینګیا لږکیو په څېر د یاسمین مور او پلار هم په ۲۰۱۷ کال د پوځ له لوري د ټولوژنې له وېرې ووتل.

ګڼ یې د بنګله دېش او هند په شان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول او هلته د کډوالۍ ژوند کوي.

پنځه کاله وروسته، روهینګیا مسلمانان -ملګرو ملتونو د نړۍ تر ټولو لوی شمېر بې هېواده او بې کوره وګړي بللي- په ناڅرګند حالت کې پاتې کوي.

د یاسمین پلار رحمن میانمار کې کاروبار درلود. کله چې پوځ پر دوی ستمګر بریدونه پیل کړل، دی هم د هغو ۷۰۰،۰۰۰ روهینګیا وګړو له ډلې سره یوځای شو چې خپل هېواد یې پرېښود.

له څو ورځو پلي مزل وروسته، رحمن او مېرمن یې محموده د بنګله دېش سوېل ختیځ کې د میانمار پولې ته څېرمه د کاکس بازار په نامه د کډوالو کمپ ته ورسېدل.

هلته دغې جوړې په ډېر ناوړه وضعیت کې خپل ژوند پیل کړ.‌ د خوړو کمی عمومي و او یوازې د خیرات په راشن پایېدل.

بنګله دېش ته له رسېدو یو کال وروسته، یاسمین وزیږېده.

د بنګله دېش حکومت هڅه کوي چې روهینګیا مسلمانان بېرته میانمار ته ستانه شي.

زرګونه کډوال د بهاسان چار په نامه د کډوالو لیرې کمپ ته استول شوي چې کډوال یې "د زندان دره" بولي.

رحمن انګېري چې بنګله دېش کې اوسېدل به یې د ماشومې راتلونکی ځلانده کړي.

په ۲۰۲۰ کال، یاسمین لا کوچنۍ وه چې کورنۍ یې ګاونډي هند ته واوښتله.

که څه هم شمېرې بېلابېلې دي، خو د کډوالو چارو سمبالوونکي وايي، د ۱۰۰۰۰ او ۴۰۰۰۰ ترمنځ روهینګیا کډوال هند کې اوسېږي. ګڼ یې له ۲۰۱۲ کال راهیسې هلته مېشت شوي.

څو کاله کېږي چې روهینګیا هلته اوسېدلي او خپل ژوند یو څه ښه ګڼي.‌ خو روانه میاشت وروسته تر هغه چې فدرالي وزیر پر ټویټ ولیکل چې کډوالو ته به کورونه او خوندیتوب ورکړل شي، په هند کې یې موجویت یوځل بیا د خبرونو سرټکي شول.

له دې اعلان څو ګړۍ وروسته د هند واکمن بهارتیا جاناتا (بي جې پي) ګوند وویل هومره وس نه لري چې روهینګیا مسلمانانو ته دا ډول اسانتیاوې برابرې کړي او دا یې "ناقانونه بهرنیان" وبلل چې ښايي له هنده وشړل شي او توقیف خونو کې واچول شي.

دې پرېکړې د رحمن په څېرد ګڼو کورنیو ژوند تریخ کړ.

رحمن چې په یوه بې توشکې لرګین کټ ناست و، وویل: "زما د ماشومې راتلونکی څپ څپانده ښکاري".‌

"د هند حکومت یا موږ هېڅ غواړي نه یا ... خو ددې پرځای چې میانمار ته مو بېرته وشړي دلته مو وژل غوره دي".

هېڅ هېواد نه غواړي چې سلګونه زره روهینګیایان پخپله خاوره کې ومني. تېره اونۍ د بنګله دېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمېسیون ته وویل، بنګله دې کې کډوال باید بېرته میانمار ته ستانه شي.

خو ملګري ملتونه وايي، بېرته ستنول ورته خوندي نه دي ځکه چې میانمار کې لاهم لانجې او نښتې دي.

د ۲۰۲۱ کال فبرورۍ میاشت کې د روهینګیا د وژلو په جرم تورن (جانټا) په یوه پوځي کودتا کې د هېواد واک ترلاسه کړ.

سلګونه روهینګیایان بیا مالیزیا او فیلیپین ته د وژل کېدو له وېرې وتښتېدل.

بنګله دېش کې د کډوالو کمپونو کې د بې ځایه شویو شمېر ډېر شوی او نژدې یو میلیون تنو ته رسېدلی.

د رحمن په څېر کوتیزا بېګم هم له میانماره د ۲۰۱۷ کال اګسټ میاشت کې له خوړو پرته درې ورځې پلې تللې ده.

دا او درې ماشومان یې د کاکس بازار کمپ په یوه خونه کې اوسېږي. چت یې پر پلاستیک پټ کړی چې د موسمي بارانونو کې یې خونه له اوبو ډکه وي.

په پلرني ټاټوبي کې له دوی سره د پوځ ستم او ځور لاهم د دې په ذهن کې تازه دی.

"پوځ زموږ کور ته ننوت او موږ یې شکنجه کړو.‌ اور یې بل کړ او موږ وتښتېدو. ماشومان سیند ته وغورځول شول. په مخه به چې هرڅوک ورته وژل یې".

په کمپ کې د نورو په شان کوتیزا هم د نادولتي مؤسسو په راشن او خیرات پايي.

دا وايي ماشومان یې هېڅ ورځ نه دي ماړه شوي، نوې جامې نه لري او چې ناروغان شي پوره درمل نه شي ترلاسه کولی.

دا وايي کله کله خپل خیراتي خواړه خرڅوي چې خپلو ماشومانو ته پرې قلمونه واخلي.

کوتیزا وايي، که ماشومان یې لوستي شي، ښه راتلونکې به ولري، دوی به د ګټې وټې شي او خپل ژوند به پخپله ښه کړای شي.