د اوکرایین د خپلواکۍ ورځ؛ بريتانيا نوره پوځي مرسته اعلان کړه

د عکس سرچینه، Boris Johnson / Twitter
د اوکرايين د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د بريتانيا لومړي وزير بورېس جانسن د دغه هېواد پلازمېنې کيېف ته تللی او هلته يې له ولسمشر ولودمير زېلېنسکي سره کتلي دي.
اوکرایین چارشنبه (د اګست ۲۴مه) په داسې حال کې د خپلواکۍ ورځ لمانځي چې پر همدې ورځ پر اوکرایین د روسیې د یرغل شپږ میاشتې هم پوره شوې.
د ښاغلي جانس دا سفر په داسې حال کې کېږي چې اوکرايين او لوېديځو استخباراتي سرچينو د دغه هېواد د خپلواکۍ په ورځ د روسيې د تاوتريخجنو عملياتو د خطر په اړه خبرداری ورکړی و.
ښاغلي جانسن د اوکرايين له ولسمشر سره په خبرو کې وويل، لوېديځ کې د تېلو د بيو له لوړېدو سره سره د اوکرايين لپاره پوځي ملاتړ کې د لوېدیځو هېوادونو يووالې مخ په زياتېدو دی.
د بريتانيا لومړي وزير له روسيې سره د مقابلې د لګښت په اړه وويل، "په داسې حال کې چې دغه لګښت د اروپا خلک د انرژۍ د بيې په زياتولو سره ورکوي، د اوکرايين خلک يې د خپلو وينو په بيه پرې کوي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د دواړو هېوادونو مشران د امنيتي تدبيرونو سره د کيېف په واټونو کې هم وګرځېدل.
دا په داسې حال کې ده چې د بريتانيا لومړي وزير بورېس جانسن له اوکرايین سره د شاوخوا ۶۳ ميليونه ډالرو نوې پوځي مرسته اعلان کړه.
د دې سربېره به ۸۵۰ ډرون الوتکې هم واستول شي چې په کليو او ښارونو کې د روسي ځواکونو کشف کولو لپاره جوړې شوې دي.
د اوکرايين ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي یو ځل بیا خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی چې روسیه ښايي پر پلازمېنه کیېف یا نورو ښارونو بریدونه وکړي.
هغه خپله شپنۍ وینا کې وویل اوکرایینیان په داسې حال کې د خپل بیرغ ورځ لمانځي چې خپل هېواد او خپلواکۍ ته د پېښ تر ټولو بوږنوونکي ګواښ پر وړاندې په جګړه بوخت دي.
نوموړي پر خلکو غږ وکړ چې د پلازمېنې کیېف او خارکیېف په څېر ښارونو کې د خونديتابه اصول پام کې ونيسي او محتاط اوسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي زېلېنسکي زیاته کړه "موږ ټولو لپاره مهمه ورځ ده. او په خواشینۍ سره همدا لامل دی چې دښمن ته مو هم دا ورځ مهمه ده. باید پر دې پوه واوسو چې [نن] د روسیې ناوړه لمسوونکي تحرکات او وحشیانه بریدونه ممکن دي."
د اوکرایین ولسمشر وویل چې د هېواد وسله وال ځواکونه، استخبارات او ځانګړې ادارې به یې د خپلو خلکو خوندیتوب لپاره د امریکا تر حده هڅې وکړي.
هغه په ورته وخت کې دا خبرداری هم ورکړی چې د روسیې هر ډول اقدام ته به ځواکمن ځواب ووايي.
ولودومیر زېلېنسکي د اوکرایین د خپلواکۍ ورځ په تړاو د ځینو پلان شویو پروګرامو جزییات هم وړاندې کړل.
دغو پروګرامو کې د بېلابېلو برخو هغو کسانو ته د ستاینلیکونو ورکړه هم شامله ده چې د روسیې یرغل پر وړاندې مقابله کې رول لوبولی.
د اوکرایین د خپلواکۍ ورځې له را رسېدو سره سم ټاکلې چې امریکا نن دغه هېواد سره د ۳ میلیارد ډالرو په ارزښت نور پوځي مرسته اعلان کړي.
یوه امریکایي چارواکي د دغو مرستو د اعلانېدو پلان تایید کړی دی.
واشنګټن د روسیې له یرغل را وروسته تر دې وړاندې هم اوکرایین سره له لس میلیارد ډالرو ډېره مرسته کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادونې ده چې امریکا هم ویلي روسیه ښايي د اوکرایین د خپلواکۍ پر ورځ خونړي بریدونه وکړي.
اوکرایین تېرو کلونو کې د خپلواکۍ ورځ معمولآ د کیېف زړه کې په پراخو پوځي پرېټونو لمانځله.
خو سږکال د اوکراییني ټانکو پر ځای کیېف کې د روسیې هغه شوبلې او نور پوځي ګاډي نندارې ته وړاندې شوي چې اوکرایین سره جګړه کې ویجاړ یا نیول شوي.









