تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا: ښايي روسیه د اوکرایین پر بنسټیزو تاسیساتو تازه بریدونه وکړي
د اوکرایین د خپلواکۍ ورځې په نژدې کېدو، امریکايي چارواکو ویلي، روسيه د تازه بریدونو پلان لري.
په ورته وخت کې، د اوکرایین د پوځ مشر ویلي، پر هېواد یې د روسیې د شپږ میاشتني یرغل پیلېدو راهیسې لږ تر لږه نهه زره اوکراییني پوځيان وژل شوي، خو نوموړي په دې جګړه کې د ټول ټال وژل شویو ولسي وګړو شمېر یاد نه کړ.
د اګسټ ۲۴مه د اوکرایین د خپلواکۍ ورځ ده. امریکا وايي روسیه غواړي دا ورځ د اوکرایین پر بنسټیزو تاسیساتو په تازه بریدونو تر سیوري لاندې راولي.
د سږکال خپلواکۍ د جشن لمانځلو په پار کېیف کې د خلکو پر راغونډېدو بندیز لګول شوی. د سې شنبې په ګهیځ کېیف کې د ډزو غږونه اورېدل شوي.
د کېیف پر لویو واټونو هغه روسي ټانکونه او پوځي ګاډي نندارې ته درول شوي، چې په جګړه کې د اوکرایین لاس ته لوېدلي دي.
تېر کال هغه واټ چې ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د خپلواکۍ د جشن لپاره په شاندارو مراسمو سینګار کړی و، سږ کال دا مراسم ډېر ساړه ښکاري.
امریکا له کېیف د خپلو وګړو د وتلو امر کړی
په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې وايي باوري دی روسیه په راتلونکو ورځو کې د اوکرایین پر بنسټیزو تاسیساتو او حکومتي ودانیو د تازه بریدونو پلان لري.
په کېیف کې د امریکا سفارت ویلي، هغه امریکايي وګړي چې لاهم اوکرایین کې دي، باید سم لاسي له دې هېواده ووځي.
په همدې حال، د پولنډ ولسمشر انډرزج ډوډا د اوکرایی پلازمېنې کېیف ته تللی چې له اوکرایین سره د خپل هېواد د لا نور پوځي، بشري او سیاسي ملاتړ په اړه له اوکراییني چارواکو سره بحث وکړي.
دا سفر د اوکرایین د ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي په بلنه شوی دی.
روسیه: امنیت شورا دې د زپوریژیا اتومي بټۍ په اړ جلسه وکړي
روسیې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د زپوریژیا اتومي بټۍ په اړه د وضعیت ارزولو لپاره دې جلسه وکړي.
دا اتومي بټۍ چې اروپا کې تر ټولو لویه ګڼل شوې، په تېره مارچ میاشت کې روسي پوځیانو ونیوله، خو لاهم هلته اوکراییني تخنیکران فعالیت کوي.
په وروستیو اونیو کې د یادې بټۍ شاوخوا کې سخت بریدونه او جګړې وشوې، چې مسکو او کېیف دواړه یې پړه پر یو او بل اچوي.
په نړیواله کچه اتومي کارپوهانو په سیمه کې د جګړې د دوام له کبله لویه اندېښنه ښودلې وه.
د اوکرایین او روسیې ترمنځ د شپږ میاشتنۍ جګړې په درشل کې د اورکرایین د پوځ مشر وایري زالوزهني خبریالانو ته ویلي، د وژل شویو اوکراییني پوځیانو کورنیو ته باید ډېر پام وشي او هغه چې ژوندي دي او جنګېږي، باید پاملرنه ورته ډېره شي.