تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیې اوکرايين د الکساندر دوګين د لور په وژلو تورن کړ
روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه نژدې متحد الکساندر دوګین د لور 'داریا دوګینا' وژنې پړه پر اوکرايين اچولې ده.
۲۹ کلنه خبرياله داريا دوګینا هغه مهال مړه شوه چې موټر يې په مسکو کې له چاودنې وروسته اور واخيست.
داسې انګېرل کېږي چې د دغه برید اصلي هدف به د هغې پلار الکساندر ګلییویچ دوګین و چې ښاغلي پوتنين ته ډېر نژدې بلل کېږي.
د روسيې استخباراتي اداره وايي چې دا قضيه يې حل کړې او د دوی په وينا اوکرايين په مستقيم ډول په کې ښکېل دی.
اوکراييني چارواکو تر دې مخکې په دې چاودنه کې لاس لرل رد کړي وو.
خو په يوه بيان کې چې د روسيې رسنيو له خوا خپره شوې فدرالي امنيتي څانګې ادعا کړې چې د اوکرايين ځانګړو خدماتو يو قراردادي استخدام کړی چې د جولای په نيمايي کې روسيې ته رسېدلی و.
دوی ادعا کوي چې هغه په ورته ودانۍ کې د اغلې دوګين په څېر يو اپارتمان په کرايه نيولی و چې د هغې د ژوند په اړه معلومات ترلاسه کړي.
دوی وايي شکمن کس له چاودنې وروسته ايستونيا ته تښتېدلی دی.
ښاغلی دوګین چې یو توندلاری ملتپاله ایدیالوګ او فیلسوف دی، که څه هم د روسې دولت کې کومه رسمي دنده نه لري خو پوتین ته له ډېرو نږدې کسانو ګڼل کېږي.
روسۍ رسنۍ وايي ټاکلې وه چې ښاغلی دوګین د شنبې ماښام یو پروګرام کې له ګډون وروسته خپلې لور سره یوه موټر کې کور ته ولاړ شي، خو وروستیو شیبو کې ترې جلا شوی او د بېل تګ پرېکړه یې کړې.
په ټېلېګرام خپرو شویو تصویرونو کې لېدل کېږي چې ښاغلی دوګین د پېښې ځای ته نږدې وارخطار ولاړ دی.
داریا دوګینا پخپله هم یوه فعاله ژورنالیسته وه چې پر اوکرایین یې د روسیې د یرغل کلک ملاتړ کاوه.
د امریکا متحدو ایالتونو او بریتانیا د روان کال لومړیو کې پر هغې په دې تور بندیزونه ولګول چې ګوندې د روسیې د یرغل په اړه ناسم مالومات خپروي.
هغې می میاشت یوه مرکه کې د اوکرایین جګړه د مدنیتونو تقابل بللی او ویلي وو، په دې ویاړي چې پر دې او پلار یې د لویدېځ لخوا بندیزونه لګېدلي دي.
امریکا په ۲۰۱۵ کال روسیې لخوا د کریمیا نیولو کې د الکساندر دوګین د ښکېلتیا د ادعاو له کبله پر هغه بندیزونه اعلان کړل.
ویل کېږي د نوموړي لیکنو د ولادیمیر پوتین پر نړیوال لید ژورې اغېزه ښندلې ده.
ښاغلی دوګین همدا راز د هغې توندلارې ملتپالې اېدیالوژۍ فکري معمار ګڼل کېږي چې کرملین ماڼۍ کې ګڼ کسان ورته ژمن دي.
ښاغلي دوګین له کلنو راهیسې غوښتنه کوله چې مسکو باید په تونده ځان پر نړیوال دریځ څرګند کړي او په دې لړ کې یې پر اوکرایین د روسیې د پوځي یرغل ملاتړ هم کړی.