مسکو کې چاودنه؛ د پوتین د یوه نږدې متحد لور پکې وژل شوې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه نږدې متحد الکساندر دوګین لور 'داریا دوګینا' مسکو ته نږدې وژل شوې ده.

د روسیې دولتي رسنۍ وايي‌ داریا کور ته روانه وه چې موټر یې له چاودنې وروسته اور واخیست.

داسې انګېرل کېږي چې د دغه برید اصلي هدف به د هغې پلار الکساندر ګلییویچ دوګین و چې ډېر ېې د "پوتین د متفکر مغز" په توګه پېژني.

ښاغلی دوګین چې یو توندلاری ملتپاله ایدیالوګ او فیلسوف دی، که څه هم د روسې دولت کې کومه رسمي دنده نه لري خو پوتین ته له ډېرو نږدې کسانو ګڼل کېږي.‌

روسۍ رسنۍ وايي ټاکلې وه چې ښاغلی دوګین د شنبې ماښام یو پروګرام کې له ګډون وروسته خپلې لور سره یوه موټر کې کور ته ولاړ شي، خو وروستیو شیبو کې ترې جلا شوی او د بېل تګ پرېکړه یې کړې.‌

په ټېلېګرام خپرو شویو تصویرونو کې لېدل کېږي چې ښاغلی دوګین د پېښې ځای ته نږدې وارخطار ولاړ دی.

بي بي سي په خپلواک ډول دا تصویرونه نشي تاییدولی.

امنیتي‌ ادارو تاس خبري اژانس ته تایید کړې چې دې چاودنه کې یوه ښځه وژل شوې، خو جرییات یې نه دي شریک کړي.

روسي‌ چارواکو تر اوسه رسمآ‌ پر دې پېښه تبصره نه ده کړې.

ویل کېږي ۳۰ کلنه دریا دوګینا پخپله هم یوه فعاله ژورنالیسته وه چې پر اوکرایین یې د روسیې د یرغل کلک ملاتړ کاوه.‌

د امریکا متحدو ایالتونو او بریتانیا د روان کال لومړیو کې پر هغې په دې تور بندیزونه ولګول چې ګوندې د روسیې د یرغل په اړه ناسم مالومات خپروي.

هغې می میاشت یوه مرکه کې د اوکرایین جګړه د مدنیتونو تقابل بللی او ویلي وو، په دې ویاړي چې پر دې او پلار یې د لویدېځ لخوا بندیزونه لګېدلي‌ دي.

‌امریکا په ۲۰۱۵ کال روسیې لخوا د کریمیا نیولو کې د الکساندر دوګین د ښکېلتیا د ادعاو له کبله پر هغه بندیزونه‌ اعلان کړل.

ویل کېږي د نوموړي لیکنو د ولادیمیر پوتین پر نړیوال لید ژورې اغېزه ښندلې ده.

ښاغلی دوګین همدا راز د هغې توندلارې ملتپالې اېدیالوژۍ فکري معمار ګڼل کېږي چې کرملین ماڼۍ کې ګڼ کسان ورته ژمن دي.

ښاغلي دوګین له کلنو راهیسې غوښتنه کوله چې مسکو باید په تونده ځان پر نړیوال دریځ څرګند کړي او په دې لړ کې یې پر اوکرایین د روسیې د پوځي یرغل ملاتړ هم کړی.

د یادونې ده چې هغه په ۲۰۱۴ کال بي بي سي سره یوه مرکه کې ویلي و چې دی د روسیې او اوکرایین جګړه "حتمي" کېدونکې بولي نو ځکه یې له ولسمشر ولادیمیر پوتین غوښتي‌ چې "د روسیې د اخلاقي اقتدار ژغورنې لپاره" د اوکرایین ختیځ کې مداخله وکړي.