تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین اټومي بټۍ کې مېشتو روسي پوځیانو ته د زېلېنسکي ګواښ؛ "ځانګړی هدف ګرځئ"
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي ګواښ کړی که هر روسی سرتېری په کلابندې زاپورېژیا اټومي بټۍ ډزې وکړي، د اوکرایین د امنیتي خدماتو لخوا به په نښه شي.
ښاغلي زېلېنسکي په خپله شپنۍ خبري ناسته کې ویلي هر روسی سرتېری چې پر دې بټۍ یا له دې بټۍ ډزې کوي، اوکرایین لپاره به "ځانګړی هدف" ګرځي.
هغه همدا راز مسکو تورن کړی چې ګوندې دا بټۍ د "اټومي باج اخیستو" د وسیلې په توګه کاروي.
زاپورېژیا د اروپا په کچه د اټومي انرژۍ تر ټولو ستره بټۍ ده.
دا اټومي تاسیسات د اوکرایین سویل کې له ستراتېژیکه اړخه په ډېر مهم 'نیکوپول' ښار کې پراته دي او روسي ځواکونه تېره مارچ میاشت کې له سختې جګړې وروسته ونیول.
دا بټۍ که څه هم د روسي ځواکونو ولکه کې ده، خو لا یې اوکراییني تخنیک کاران چلوي.
تېره اوونۍ پر دغو تاسیساتو د توپخانې ډزې وشوې چې مسکو او کیېف یې پړه پر یو بل اچوله.
د اوکرایین ولسمشر خپله خبري ناسته کې وویل چې روسي ځواکونه پر دې بټۍ په ډزو سره پرله پسې لمسونې ته دوام ورکوي او همدا راز دغو تاسیساتو کې مېشت روسي پوځیان له دې ځایه پر نیکوپول او ورڅېرمه مارګانېتس ښار بریدونو لپاره د اډې په توګه ګټه اخلي.
ښاغلي زېلېنسکي ګواښ وکړ "هر روسی پوځي افسر چې پر دې بټۍ ډزې کوي یا د دې بټۍ له پوښښه په استفادې ډزې کوي، باید پوه شي چې زموږ استخباراتو، زموږ ځانګړو خدماتو، زموږ پوځ لپاره ځانګړی هدف ګرځي."
هغه زیاته کړې چې د روسیې لخوا د دې بټۍ د اشغال "هره ورځ اروپا ته د تشعشعاتو ګواښ زیاتوي."
تېره اوونۍ د بي بي سي یوې څېړنې برملا کړه چې د دغو تاسیساتو ګڼ اوکراییني کارګران تر وسله وال څار لاندې په خورا سختو حالاتو کې ساتل کېږي.
د پنجشنبې پر ورځ د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي-۷) بهرنیو چارو وزیرانو له روسیې وغوښتل چې خپل ځواکونه له دغو تاسیساتو په سملاسي ډول وباسي.
دوی د ملګرو ملتونو د نړیوالې اټومي انرژۍ اژانس (ای اې يي اې) لخوا "اټومي امنیت ته د ټولو خطر پېښوونکو پوځي فعالیتونو د پای ته رسېدو" غوښتنه بدرګه کړه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش خبرداری ورکړی چې د دې بټۍ وضعیت د ناورین لامل ګرځېدای شي.
خو مسکو دا نه مني چې دې بټۍ ته دې یې ګواښ پېښ کړی وي.
روسیې لخوا دغو تاسیساتو لپاره ټاکل شوي ځايي چارواکي ولادیمیر راګو پر خپل ټېلېګرام لیکلي چې اوکراییني ځواکونه پر دې بټۍ توغندي ورشړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت وايي د دې اټومي بټۍ کنټرول یې د دې لپاره لاس کې اخیستی چې سیمه کې د روانې جګړې له کبله د راډیو اکټېف موادو د خپرېدو د خطر مخه ونیسي.
ملګرو ملتونو کې روسي استازو د دې بټۍ د وضعیت په اړه خبرو لپاره امنیت شورا کې د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې.
ټاکلې دا ناسته راتلونکې پنجشنبه نیویارک کې جوړه شي.