له پټنځي راوتلی لیکوال سلمان رشدي څوک دی؟

هند کې پر زیږېدلي بریتانوي ناول لیکونکي سلمان رشدي د امریکا نیویارک ښار کې د وینا پرمهال د چړې برید وشو. نوموړي ته په تېرو پنځو لسیزو کې د خپلو فعالیتونو له کبله د مرګ ګواښونه شوي وو.

ددغه ۷۵ کلن سړي ډېری کتابونه چې د بریتانیا د (سر) لقب لري بریتانیا کې ډېر پلورل شوي. د هغه دویم کتاب "د نیمې شپې ماشومان" په ۱۹۸۱ کال د بوکر جایزې ګټونکی شو.

خو څلورم ناول یې (شیطاني ایاتونه) په ۱۹۸۸ کال کې خپور کړ چې په نړیواله کچه یې د مسلمانانو غوسه راوپاروله.

رشدي د دې کتاب تر خپرولو وروسته په مرګ وګواښل شو، همدا وو چې ځان یې پټ کړ. د بریتانیا دولت د هغه ساتنې ته پولیس وګومارل.‌

له دې ګواښ وروسته بریتانیا له ایران سره خپل اړیکي غوڅ کړل؛ خو په لوېدیځه نړۍ کې لیکوالو او د وینا د ازادۍ د خپلواکۍ ځینو فعالانو دې کتاب ته د مسلمانانو د غوسې د غبرګون ښودلو په بدل کې د دوی دا کار وغانده.‌

یو کال وروسته په ۱۹۸۹ کال د ایران مذهبي مشر ایت الله خمیني د سلمان رشدي د وژلو امر صادر کړ.

سلمان رشدي له بریتانیا د هند د خپلواکۍ تر اخیستو دوه میاشتې مخکې د هند ممبۍ کې زیږېدلی.

په ۱۴ کلنۍ کې د انګلستان رګبي ښوونځي ته واستول شو. بیا یې د کینګز کالج کمبریج پوهنتون کې افتخاري تاریخ ولوست.

دی د بریتانیا تبعه شوه او اسلامي عقیده یې پرېښوده. لنډه موده یې د ممثل په توګه کار وکړ، خو کله یې چې ناول لیکل پیل کړل، تبلیغاتي متنونو کې یې هم کار کاوه.‌

لومړی کتاب یې د ګریموس په نامه و، چې ډېر مینه وال یې نه لرل،‌ خو منتقدینو د بالقوه لیکوال په توګه یاد کړی و.

پنځه کاله وروسته رشدي د (نیمې شپې ماشومان) کتاب ولیکه او په ۱۹۸۱ کال یې د بوکر جایزه وګټله. کتاب ته ډېر هرکلی وشو او نیم میلیون ټوکه وپلورل شو.

د نیمې شپې ماشومان د هند په اړه و، خو دریم ناول یې د (شرم) په نامه و چې په ۱۹۸۳ کال کې یې له هنده د پاکستان د بېلوالي په اړه ددغه هېواد په اړه ولیکه، دا کتاب نیراګوای ته د سفر په اړه دی.

د ۱۹۸۸ کال سپتمبر میاشت کې د هغه ژوند په خطر کې شو. د (شیطاني ایاتونه) کتاب له کبله سلمان رشدي پټ شو او د نړۍ په لر و بر کې یې د مسلمانانو غوسه راوپاروله.

هند لومړنی هېواد و چې دا کتاب یې بند کړ،‌ بیا پاکستان او ځینو نورو اسلامي هېوادونو هم پر دې کتاب بندیز ولګاوه.

دا کتاب د ځینو لیکوالو منځ کې وستایل شو او د ویټبرډ جایزه یې هم وګټله. خو په بدل کې یې پرضد لاریونونه هم وشول او ګڼ خلک واټونو ته راووتل.

مسلمانانو دا کتاب اسلام ته سپکاوه وګاڼه. د ۱۹۸۹ کال جنورۍ میاشت کې د بریتانیا برډفورډ ښار کې مسلمانانو دغه کتاب ته اور ورته کړ او بریتانیا کې یې د دې کتاب ډبلیو ایچ سمېت کتابپلورنځي بند کړل. رشدي دا رد کړه چې ګنې دې کتاب کې کفر ویل شوی.

په فبرورۍ کې د رشدي ضد لاریونونه لا ډېر شول، تهران کې د بریتانیا پر سفارت ډبرې وویشتل شوې او د سلمان رشدي د سر غوڅولو پر سر جایزه اعلان شوه.

رشدي چې له هماغه وخته له خپلې کورنۍ سره پټ ژوند کاوه، د مسلمانانو پر دې غوسې خپګان وښود، خو ایت الله خمیني یې د وژلو فرمان بېرته خپور کړ.

لندن کې د وایکېنګ پنګوین پر خپرندویه دفتر برید وشو، او نیویارک کې یې دفتر ته ګواښ وشو.

یوازې د کتاب لیکوال سلمان رشدي ته د مرګ ګواښ نه و شوی، په ۱۹۹۱ کال د شیطاني ایتونه کتاب جاپاني ژباړن د توکیو شمال ختیځ کې پوهنتون کې ووژل شو.

پولیسو وویل چې ژباړن او د تطبیقي ادبیاتو استاد هیټاچي ایګاراچي په چړې وهل شوی.

د همدې میاشتې لوړیو کې د کتاب ایټالوی ژباړن اتوره کاپریلو پخپل استوګنځي کې په چړې ووهل شو خو مړ نه شو.

ایران به ۱۹۹۸ کال د سلمان رشدي د وژلو د فتوا حکم ودراوه.

د سلمان رشدي وروسته کتابونه د "هارون او د کیسو سمدرونه" (۱۹۹۰)، د "خیالي وطنونه" مقالو ټولګه (۱۹۹۱)، "د ختیځ، لوېدېځ داستونه" (۱۹۹۴)، "د لوېدېځ مسلمان وروستۍ اه" (۱۹۹۵)، "تر پښو لاندې ځمکه یې" (۱۹۹۹) او "غوسه" (۲۰۰۱) په نومونو دي.

نوموړي په ۲۰۰۳ کال لندن کې د (نیمې شپې ماشومان) تیاتر سره همکاري کوله.

په وروستیو دوو لسیزو کې هغه ځینې نور کتابونه هم لیکلي دي.

هغه څلور ځله واده کړی او دوه بچیان لري. اوس امریکا کې اوسېږي او په ۲۰۰۷ کال یې ادبیاتو ته د خدمت له کبله جایزه وګټله.