بريتانیا: د کریمیا چاودنو د روسیې سمندري ځواک ته د پام وړ زیان اړولی

د بريتانيا دفاع وزارت وايي روانه اوونۍ په کريميا کې د روسيې تر واک لاندې هوايي ډګر چاودنو کې د پام وړ ويجاړی رامنځ ته شوی دی.

د کريمیا په لوېديځ کې د ساکي پوځي اډه کې د سې شنبې په ورځ سختې چاودنې وشوې چې په ترڅ کې يې يو کس هم ووژل شو.

د بريتانيا دفاع وزارت په خپلو تازه استخباراتي معلوماتو کې ويلي، چاودنې د روسيې د اتو جنګي الوتکو د له منځه وړلو لامل شوې دي.

اوکرايين د بريد مسووليت نه دی منلی خو د سپوږمکۍ عکسونه د هدفي بريد احتمال څرګندوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د چاودنو لامل څرګند نه دی خو لږ ترلږه پنځه جنګي الوتکې او درې نورې جېټ الوتکې له منځه تللې يا سختې زيانمنې شوې دي.

د اتو جنګي الوتکو له لاسه ورکول به په ټوله کې د مسکو لپاره لويه ضربه نه وي خو تور سمندرګي کې د روسيې سمندري بېړيو لپاره د پام وړ زيان بلل کېږي.

د اوکرایین هوايي ځواک په وینا لسګونه الوتکې په دې چاودنو کې ویجاړې شوې دي، روسیه بیا د الوتکو ویجاړېدل ردوي، خو نوي تصویرونه ښيي چې دا خبره رښتیا نه ده.

د هوايي اډې مرکزي ځغاستلیکه په دې تصویرونو کې ثابته ښکاري، خو لږ تر لږه اته الوتکې په داسې حال کې ښکاري چې دروند زیان ورته اوښتی دی او له ورایه ښکاري.

دا الوتکې د اډې په داسې برخه کې ولاړې ښکاري چې ګڼ شمېر نورې الوتکې هم پکې له سرپټو ځایونو پرته تر شنه اسمان لاندې ساتل کېږي.

دپلانټ لیبس په نامه دغه اله چې پر اوکرایین د سټیلایټ سلګونه تصویري سرچینې کنټرولوي لومړنۍ خپلواکه سرچینه ده، چې د کریمیا دې هوايي اډې ته اوښتی زیان تاییدوي.