تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ګوانتانامو د پخوانیو بندیانو په اړه مستند فلم ناندرۍ راپارولې دي
د بریتانیا "ګارډین" ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکوالې تسلیم پیغام "د مجاهدینو عادي ژوند ته راستنول: ګوانتانامو کې پخواني بندیان د مستند فلم لیرې کولو غوښتنه کوي" تر سرلیک لاندې مطلب خپور کړی.
لیکواله وايي، د ګوانانامو زندان ځینو پخوانیو بندیانو په یوه لیک کې ویلي چې ددغه فلم پر منځپانګې او د تولید پر طریقې یې خوښ نه دي.
دا مطلب په نیوزیلنډ کې د فلمونو د "نالیکل شوي" په نامه نندارتون تر جوړېدو وروسته خپور شوی.
د ګوانتانامو یو پخوانی بندي معظم بېګ او د "کېج" ټولنې مشر د فلم په اړه وايي: "د فلم د نوم بدلول د فلم زیان رسوونکې منځپانګه نه بدلوي".
لیکواله وايي، دا فلم چې په تېرو څو کلونو کې ثبت او تولید شوی، په ګوانتانامو کې د څلورو پخوانیو بندیانو کیسه را اخلي، چې د سعودي عربستان په یوه توقیف کې بندیان وو.
که څه هم پر دغو بندیانو هېڅ ډول د ترهګرۍ اړوند تور نه دی ثابت شوی، په فلم کې هر یوه بندي ته ځینې ګوماني جرمونه منسوب شوي چې له کبله یې له محاکمې پرته ګوانتانامو کې تر یوې لسیزې ډېر وخت په بند کې تېر کړی.
د ورځپاڼې په وینا، ګوتنیوونکو له هغو سړو سره د مرکو پر اخلاقو هم نیوکه کړې، چې د خپل نیمايي برخه یې ګوانتانامو کې تېره کړې ده، هلته جسمي او رواني ځور ورکړل شوی دی.
لیکواله وايي، په فلم کې یو لوبېدلی کس غږېږي چې پښې او لاسونه یې تړلي دي.
د ګارډین په وینا، په دې فلم کې د منتقدینو په وینا مسلمانانو ته سپکاوی شوی، تر دې خطرناکه یې دا چې دا فلم دغو څلورو پخوانیو بندیانو ته خطر پېښولی شي.
په فلم کې یوه راڅرګند شوي کس محمد الحمیري ګارډین ته ویلي، نه پوهېده چې فلم به په نړیواله کچه خپرېږي او پر انټرنېټ به یې خلک وګوري، خو هغه وخت پوه شو چې د امریکا د فلمونو سنډاس په نندارتون کې وړاندې شو.
دی زیاتوي: "زما ژوند اصل کې ګران دی، خو دا فلم زما او زما د کورنۍ ژوند ته خطرناک دی".
یوه بل سړي فلم جوړوونکې ته ویلي نه غواړي په فلم کې راڅرګند شي.
د فلم تولیدوونکې میګ سمیکر ویلي، په فلم کې ټولو ګډونوالو د لوبېدو موافقه کړې او دا نه مني چې ګنې دغو کسانو په لیکونو او پیغامونو کې د کومې وېرې څرګندونه کړې ده.
د فلم له لومړۍ نندارې وروسته، سمیکر د توکمپالنې ضد مؤسسې نه مرسته غوښتې چې ګنې فلم یې له دې کبله غندل شوی چې دا یوه نامسلمانه تورپوستې ښځه ده.
بله خوا د بشر حقونو وکیل کلیف سټفورډ سمیت ګارډین ته ویلي، هغه وخت یې ټکان وخوړ چې پوه د سمیکر ډلې له هېڅ کوم وکیل سره فلم کې د کسانو د لوبېدو په تړاو هېڅ اړیکه نه ده نیولې.