د "بیزوګي چیچک" خپرېدو له کبله تر ټولو د لوړې کچې خبرداری اعلان شو

روغتیا نړیوال سازمان د مانکي پوکس یا 'بیزوګي‌ چیچک' خپرېدل په نړیواله کچه بېړنۍ روغتیایي حالت اعلان کړی دی.

دا د یوې نار وغۍ په تړاو تر ټولو د لومړې کچې خبرداری دې چې د روغتیا نړیوال سازمان یې خپرولی شي.

دا اعلان د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنیو چارو کمېټې تر دویمې ناستې وروسته داسې مهال شوی چې د نړۍ لر و بر د دې ناورغۍ پېښې په ډېرېدو دي.‌

تر دې دمه له ۷۵ هېوادونو د دغه ویروس د ۱۶۰۰۰ مثبتو پېښو د ثبتېدو راپور ورکړ شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکتر تېډروس ادهانوم ګبرېسیون ویلي تر اوسه له دې وبا د ۵ کسانو مړینه تایید شوې.

وار له مخه د دوو نورو ویروسونو 'کورونا' او 'پولیو' یا ګوزڼ لمنځه وړلو لپاره هم نړۍ کې د ورته تر ټولو لوړې کچې روغتیایي‌ حالت اعلان دی.‌

ډاکتر تېډروس وايي‌ دا ویروس د نړۍ ګوټ ګوټ کې په چټکۍ خپرېږي او له شک پرته په نړیواله کچه د اندېښنې وړ دی.‌

د روغتیا نړیوال سازمان مشر وايي‌ د بیزوګي‌ چیچک د لېږد د نویو لارو په اړه پوهاوی کم دی او همدا لامل شوی چې دومره خپور شي.‌

هغه ویلي "د 'ډبلیو اېچ او' ارزونه دا ده چې د بیزوګي چیچک خطر له اروپايي‌ حوزې پرته چې موږ پکې خطر لوړ ارزولی، د نړۍ بل هر ځای او ټولو سیمو کې د منځنۍ کچې دی."

د روغتیا نړیوال سازمان مشر هیله من دی چې د بېړني‌ روغتيایي‌ حالت اعلان به مرسته وکړي چې د مانکي پوکس لپاره د واکسین جوړېدو کارونه چټک او د خپرېدو د مخنیوي تدابیر یې عملي شي.‌

د دې ناروغۍ نښې څه دي؟

په لومړنیو نښو کې تبه، سر درد، د بدن ځینو برخو پړسوب، د ملا درد، د عضلاتو درد، او عمومي ستړیا شامل دی.

کله چې تبه پیل شي، د پوستکي رنګ سور اوړي او دانې پرې راخېژي. ډیری وختونه د مخ څخه پیل کیږي او بیا د بدن نورو برخو ته خپریږي.

د پوستکي دا سوروالی یا ټناکې کېدل د سخت خارښ لامل کېږي او دا حالت څو پړاوونه لري. ان تر دې چې چې پوستکی وچېږي تویېږي.

څو ورځې وروسته پوستکی تازه کېږي، خو کېدای شي د تڼاکو داغونه پاتې شي.

د بیزوګي چیچک لپاره کوم ځانګړی واکسین نه شته خو د چیچک واکسین ۸۵ سلنه ګټور تمامېږي ځکه دا دواړه وېروسه ډېر یو بل ته سره نژدې دي.

دا څومره خطرناک دی؟

د بیزوګي چیچک ناروغۍ زیاته خطرناکه نه ده لکه چیچک کله لکه په څو اونیو کې ښه کېږي.

منکي پاکس یا د بیزوګي چیچک عموماً له ۱۴ تر ۲۱ ورځو پورې دوام کولی شي.

پر دې ټولو سربېره، کله کله دا ناروغي سخت حالت ته اوړي او په لوېدیځه افریقا کې د ناروغ د وژل کېدو راپورونه هم خپاره شوي دي.

درملنه یې څه ده؟

د بیزوګي چیچک هېڅ درملنه نه لري.

دا ناروغۍ یوازې د خپرېدو مخنیو له لارې کنټرولېدلی شي.

د چیچک واکسین د بیزوګي چیچک لپاره ۸۵ سلنه ګټور دی او همدارنګه د یادې ناروغۍ درمل هم ګټور تمامېدی شي.

دا چې خلک باید اندېښمن وي او که نه؟ اړونده پوهان وايي، د خپرېدو خطر یې کم دی او د ملي یا نړیوالې وبا ګواښ یې ډېر نه شته دی.