تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دوه پاکستانۍ مېرمنې د نړۍ دویمې لوړې څوکې ته وختې
ثمینه بیګ او نایله کیاني هغه دوه پاکستانۍ میرمنې دي چې د نړۍ دویمې لوړې څوکې ته وختې او دا ویاړ یې خپل هېواد ته وګاټه.
د ۲۰۲۲ کال د جولای له ۲۲مې مخکې د نړۍ د دویمې لوړې څوکې کي ټو ( K - 2) ته د رسېدلو کسانو په نوملړ کې د پاکستانیانو نومونه وو، خو په دوی کې د کومې پاکستانۍ مېرمنې نوم نه و اوس ثمینه بیګ او نایله کیاني دا تاریخ جوړ کړ.
ثمینه بیګ لومړۍ پاکستانۍ ښځه ده چې د نړۍ دوهمې لوړې څوکې ته وختله.
نایله کیاني دویمه پاکستانۍ ښځه ده چې د دې کارنامې نه لږ وروسته دغې څوکې ته یې ځان ورساوه.
د پاکستان د الپاین کلب په وینا، ثمینه بېګ د جمعې په سهار شاوخوا اوه نیمې بجې د نړۍ د دویمې لوړې څوک ته ورسېده، خو نایله کیاني څو ساعته وروسته همدې ځای ته وروخته.
د ثمینه بیګ د ورور محبوب علي په وینا، خور یې د پاکستان بیرغ په دې لوړې څوکې ودراوه او خپله بېرته راروانه شوې ده.
ثمینه بیګ او نایله کیاني څو ورځې مخکې یې غره ته د ختلو سفر پیل کړی و.
دوی له ډېرې مودې راهیسې دې سفر ته چمتووالی نیولی و خو په لاره کې د خرابې هوا له کبله له ستونزو سره مخامخ شوې وې.
دا مهال د پاکستان په شمالي سیمه کې د نړۍ د دویمې لوړې څوکې کی ټو او د نړۍ تر ټولو خطرناکه غره نانگا پربت ته د ختلو لپاره له ټولې نړۍ ۱۴۰۰ کسان ورغلي دي.
حکومت سږکال شاوخوا شپږ سوو غره ختونکو ډلو ته د تګ جوازونه ورکړي دي.
د ټولې نړۍ د خلکو تر څنګ پاکستاني اتلان د نوي ريکارډونو په جوړولو او زړو ريکارډونو په ماتولو اخته دي.
ویل کېږي په هرو څلورو غره ختونکو کې چې غواړي تر ټولو لوړې څوکې ته ځان ورسوي یو یې مري.
پاکستان کې (کې ټو K-2 ) څوکې ته د ختلو او مړینې ګواښ ۲۹ سلنه دی خو ایوریسټ ته د ختلو او مړینې ګواښ ۴ سلنه دی.
کی ټو غره ته د ختلو پر مهال سږکال یو افغان غرختونکی علي اکبر سخي مړ شو چې مړی یې لاهم د غره په ۷۰۰۰ لوړه کې پاتې دی.
ثمینه بیگ څوک ده؟
ثمینه بیګ د ګلګت بلتستان د هنزه سیمې اوسېدونکې ده او د دې سیمې ډېر اوسېدونکي غره ته وخت نا وخت خېژي.
ثمینه بیګ له ماشومتوبه له سیاحت سره مینه درلوده، خو دا هغه دور و چې په پاکستان کې د غره لمن په بشپړه توګه د نارینه وو تر واک لاندې وه.
ثمینه بېګ بختوره وه چې کورنۍ یې د دې شوق مخې ته خنډ نه شوه او پایله کې ټول هېواد ته ویاړ وګرځېده.
ثمینه بیګ په ۲۰۱۳ کال کې ایوریسټ غره ته ختلې وه. هغه مهال له دې سره یې ورور میرزا علي چې مشهور غر ختونکی دی هم ورسره وه.
ثمینه بیګ دوه ځلې د ملګرو ملتونو د ښه نیت سفیره ټاکل شوې وه.
ثمینه بیګ له دې سربېره په یاده برخه کې نورې ډېرې لاسته راړنې هم لري.
دې تېر کال د خرابې هوا او د ډېرو نامناسبو شرایطو له امله یې دغه غره د ختلو سفر په نیمه کې پاتې شو.
هغه مهال د هغې د ټیم غړي په واوره کې ایسار شول او هغه اړه شوه چې بېرته ستنه شوه خو سږکال یې خپل نیمګړی سفر پوره کړ.
نایله کیاني څوک ده؟
نایله کیاني د پنجاب صوبې د راولپنډۍ ښار د ګوجر خان سیمې اوسېدونکې ده.
هغې خپلې لوړې زده کړې په انګلستان کې کړې دي خو اوس له خپل خاوند سره په دوبۍ کې ژوند کوي.
نایله کیاني یو څه موده مخې له بي بي سي سره د خبرو پر مهال ویلي وو، له ماشومتوبه یې سیاحت سره مینه لرله.
نایله کیاني له واده کولو او دوو اولادونو درلودلو وروسته د (کې ټو) په فتح کولو بریالۍ شوه.
نوموړې د ماشوم له زېږېدو څو میاشتې وروسته د ۸۰۰۰ مترو لوړې څوکې په فتحه کولو سره خلک حیران کړل.
نوموړې وايي، په خپله خوښه یې واده کړی او مېړه یې خالد راجا د دې له شوقه خبر و.
دا وايي، چې مېړه یې په دې هم پوهېده چې شوقونه یې بدلېږي.
نایله کیاني وويل: "له ماشومتوبه مې له غرونو سره مينه درلوده، له همدې امله مې د واده د لويو مراسمو پر ځاى په کی ټو پنډغالي کې واده مراسم ترسره کړ".
د نایله کیاني د واده انځورونه او وېډیو چې "کې ټو" پنډغالي کې اخیستل شوي وو په خواله رسنیو کې وایرل شوي وو.