پاکستان کې د ورا بېړۍ ډوبه شوې؛ د ۱۹ ښځو په ګډون ۲۰ مړي موندل شوي

دریائے سندھ میں باراتیوں کی کشتی الٹنے کا واقعہ

د عکس سرچینه، Ghulam Hassan Mehar

د پاکستان د پنجاب ایالت 'رحیم یار خان' ښار کې په اباسین یا د 'سند سین' کې د واده پر ورا د وتلو خلکو بېړۍ ډوبه شوې چې تر دې دمه پکې د لږ تر لږه ۲۰ کسان د وژل کېدو پخلی شوی دی.

اندېښنه دا ده چې ګڼ نور کسان به نادرکه او په هغوی کې هم ډېرې ښځې او ماشومان وي.

مسوولانو ویلي بېړۍ تر اندازې د ډېرو کسانو لېږدولو له کبله ډوبه شوې.

ژورنالیست غلام حسن مهر د پولیسو د یوه ځايي چارواکي "موسی رضا" په حواله بي بي سي ته ویلي چې د اباسین پر ساحلي تراړه د "ماچکه" په نوم د پراته کلي اوسېدونکو ناوې وړله چې بېړۍ یې ډوبه شوې.

ویل کېږي د پېښې ټول قربانیان د سولنګي قبیلې غړي دي.

د پولیسو دغه چارواکي ویلي دوه بېړیو د ښځو او ماشومانو په ګډون د ورا یا جنج له ۱۵۰ ډېر ګډونوال لېږدول، چې یوه ترې ډوبه شوې.

هغه زیاته کړې چې بلې بېړۍ کې سپرو سړیو ۴۵ کسان ژغورلي، خو پاتې ترې اوبو لاهو کړي دي.

له دې‌ ډلې د ۱۹ ښځو په ګډون د شلو کسانو مړي موندل شوي او د نورو لټون روان دی.

د ژغورنې عملیاتو غړي د پېښې ځای ته رسېدلې، خو د لټون عملیات یې د سې شنبې سهار د رڼا تر لګېدو ځنډولي دي.

دریائے سندھ میں باراتیوں کی کشتی الٹنے کا واقعہ

د عکس سرچینه، Ghulam Hassan Mehar

اندېښنه دا ده چې دې پېښه کې له وژل شویو ښځو سره به ماشومان هم وو،‌ خو تر اوسه د کوم ماشوم مړی نه دی ترلاسه شوی.

د ژغورنې عملیاتو یوه غړي محمد شفیق خبریال محمد زبیر ته ویلي دوی اټکلوي

چې ډوبه شوې بېړۍ کې به تر ۹۴ پور کسان سپاره وو،‌ چې له دوی ۴۵ ژغورل شوي، د ۲۰ مړي موندل شوي او ۲۹ نور به نادرکه وي.

نوموړي‌ زیاته کړې چې په نادرکه کسانو کې به هم ډېرې ښځې او ماشومان وي.

هغه ویلي دا‌ پېښه له ښاره لرې داسې سیمه کې شوې چې د دوی ورسېدو هم دوه ساعته وخت اخیستی.

د پنجاب اعلی وزیر حمزه شهباز د دې پېښې د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ځايي‌ ادارو ته یې د څېړنو سپارښتنه کړې.

هغه زیاته کړې چې ژغورل شویو کسانو ته دې ښې روغتیايي‌ اسانتیاوې برابرې شي.