بايډن او سعودي چارواکي افغانستان سره په بشري مرستو او اورپکۍ غږېدلي
د امریکا سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، سعودي عرب ته د ولسمشر جو بایډن د سفر پرمهال سعودي چارواکو له بایډن سره د افغانستان د امنیت او په دې هېواد کې د ترهګرۍ له کبله د راپورته کېدونکي ګواښ په تړاو خبرې وکړې.
د سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، بایډن او د سعودي چارواکي له افغانستان سره د بشري مرستو د ملاتړ د دوام پر اهمیت هم وغږېدل او د اړمنو افغانو او د خلکو د حقونو پر خوندیتوب یې هم ټینګار وکړ.
په خبر پاڼه کې ویل شوي: "دواړه لوریو په افغانستان کې د امنیت لپاره پر مرستې او په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو د خطر په له منځه وړلو ټینګار وکړ. دوی درانګه، په افغانستان د بشري مرستو دوام هم مهم وباله."
په اعلامیه کې دا نه ده په ډاګه شوې چې "په افغانستان کې له مېشتو ترهګرو" یې موخه څوک دي.
دواړو غاړو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم د حقونو په ګډون روغتیايي حقونو ته د افغانانو د اساسي حقونو لاسرسي پر اهمیت هم خبرې وکړې.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
جو بایډن وړمه ورځ منځني ختیځ ته د خپل سفر له لومړي تمځي اسرائیلو سعودي عرب ته سفر کړی او ددغه هېواد له چارواکو سره یې پر یو لړ مهمو مسلو خبرې کړې دي.
سپینه ماڼۍ وايي، په دې لیدنه کې له ترهګرۍ او تاوریخوالي سره د مبارزې پر اهمیت هم ټینګار وشو او د القاعدې، داعش او د بهرنیو جنګیالیو د مخنیوي او د دوی د مالي سرچینو وچولو په اړه یې هم د خپلې مبارزې اعلان وکړ.
سعودي چارواکو ژمنه وکړه چې له امریکا سره په ګډه به د ترهګرو د مالي سرچینو له منځه وړلو لپاره به په سعودي عربستان کې د ګډو هڅو یو مرکز جوړېږي.
په ۲۰۱۴ کال هم د سعودي جده ښار کې د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې پر وړاندې- چې هغه مهال د منځني ختیځ په عراق او سوریه کې ډېره فعاله وه - د مبارزې یو ګډ مرکز جوړ شوی و.
امریکا او سعودي ژمنه کړې چې په تېرو څو کلونو کې د دغه مرکز هڅې اغېزناکې وې او د داعش ډلې په څېر د ترهګرو ډلو ځینې مهم او خطرناک غړي یې نیولي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه مرکز ادعا کوي چې د سوریې له شمال ختیځ یې د داعش اړوندو جنګیالیو د کورنیو لسګونه زره غړي خپلو هېوادونو ته ستانه کړي دي.
په پام کې ده چې د راتلونکي ۲۰۲۳ کال لومړیو کې سعودي عربستان کې د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې د ځپلو لپاره د وزیرانو په کچه د نړیوالې ټلوالې یوه ګډه غونډه جوړه شي.
سعودي چې د امریکا مهم ستراتیژيک ملګری دی، د دواړو هېوادو ترمنځ اړیکي د خبریال خاشوقجي له وژنې وروسته ترینګلي شوي وو. خو له دغه سفر داسې ښکاري چې سپینه ماڼۍ غواړي په نړیوال مارکیټ کې د تیلو د بیو کنټرول لپاره بیرته دغه اړيکي سره ښه کړي.
د سپينې ماڼۍ په اعلامیه کې ویل شوي، ولسمشر بایډن په دغه سفر کې د افغانستان ترڅنګ، د عراق، سوریې، لیبیا، یمن او د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ پر اړیکو هم خبرې کړې دي.









