په شري لنکا کې څه تېرېږي؟

    • Author, اندریو فایدل فرناندو
    • دنده, کولمبو شري لنکا

د شري لنکا اوسېدونکي په داسې حال کې شپه سبا کوي چې د هېواد ډېرو برخو کې تر ساعتونو پورې برېښنا بنده وي او په سخته مرطوبه ګرمۍ کې خلک له پکې پرته ناست وي.

د شري لنکا له ډیوالي کېدو وروسته دغه هېواد کې د نفتو واردولو لپاره پانګه نه شته او د هېواد ډېری اوسېدونکي اړ دي چې د خپلو ګاډو لپاره د تېلو موندلو په خاطر ګهیځ وختي له کورونو ووځي او په اوږدو کتارونو کې ودرېږي.

شري لنکایان د نسکور شوي اقتصاد له کبله اړ دي، چې په سبا ناري کې د معمول پرتله کم خواړه وخوري یا یې له سره و نه خوري او څه چې خوري په داسې بیه یې اخلي چې د تېرې میاشتې پرتله دوه برابره ګران دي.

له دې وروسته کارځایانو او دفترونو ته تګ یو بل ځور دی، چې شري لنکایان د تېلو ګرانۍ له کبله ورسره د ټرانسپورټي وسایطو لږوالي له کبله لاس او ګرېوان دي.

په ښاري سیمو کې د ریکشا 'ټوک - ټوک ' چلوونکي ان تر ۴۸ ساعتونو پورې په اوږدو کتارونو کې منتظر پاتې کېږي چې د خپلې ریکشې د شپږ لیټره زېرمې لپاره تېل ومومي.

داسې هم کېږي چې دوی همالته یو څه خواړه خوري، کالي بدلوي، په ریکشه کې دننه د سرلګولو لپاره بالښتونه ګرځوي یا اوبه څښي چې له کتاره د وتو په صورت کې د تېلو له ترلاسه کولو محروم پاتې نه شي.

د متوسط یا شتمن قشر ځینې کسان بیا په کتارونو کې ولاړو کسانو ته کله نه کله د خوړو یا ګازي څښاک کڅوړې وېشي.

دا وروستیو کې د صاحب حیثیت شري لنکایانو لپاره هم په بې ساري توګه د ځايي پولي واحد ارزښت لوېدو له کبله د خوړو، کالیو، او ان هغه اندازه ګاز او برېښنا بیې له زغمه بهر شوې چې حکومت یې اجازه ورکوي.

د شري لنکا کارګرو مېشت سیمو کې د بېلا بېلو سیمو اوسېدونکي یو ځای کېږي، په شریکه له وریجو او کوپرې چمتو شوي خواړه پخوي چې سامبول بلل کېږي.

ان دال چې په ټوله سویلي اسیا کې ارزان بیه خواړه بلل کېږي، په شري لنکا کې اوس د عیاشۍ یو خوراک بلل کېږي، د غوښې نوم ځکه هلته اوس څوک نه اخلي چې بیې یې درې برابره لوړې شوې دي.

تازه کبان یو وخت په شري لنکا کې د هر چا د وس چاره وه، خو اوس د ډیزلو نشتوالي له کبله کښتۍ سمندر ته د کبانو نیولو لپاره نه شي وتلای یا چې ځینې وځي، نیول شوي کبان پر رستورانونو او هوټلونو په داسې بیه پلوري چې پېرل یې د ولس له توانه بهر دي.