شهباز شریف: ای اېم اېف دوه میلیارد ډالره پور راکوي خو په ځان بسیا کېدل یوازېنۍ حل لار ده

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي د پیسو نړیوال صندوق یا ای اېم اېف یې هېواد ته د دوو میلیارد ډالرو په پور ورکولو راضي شوی خو په وینا یې د اقتصادي ستونزو یوازینۍ حل لاره پر ځان بسیا کېدل دي.

ښاغلی شریف وایي: "په خپلو پښو درېدل د یو قوم لپاره د سیاسي او اقتصادۍ ازادۍ یوازینۍ لار ده چې تر لاسه کول یې ننګوونکی کار دی."

پاکستان له ای اېم اېف (د پیسو نړیوال صندوق) سره د شپږ میلیارد ډالرو پور پر یوه پروګرام بوخت دی،‌ خود ۹۰۰ میلیونو ډالرو راتلونکی قسط یې د ای اېم اېف د ځینو اندېښنو له کبله ځنډېدلی وو.

رپوټونو له مخې د پیسو نړیوال صندوق د پاکستان حکومت لخوا د بودیجې په وړاندې شوې مسوده ځینېم لحوظات لرل. د پاکستان مالیې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي وو چې حکومت یې بودیجه کې ادلون بدلون تهچمتو دی.

د پاکستان لومړي وزیر د دغه هېواد له ملي راډیو سره خبرو کې ویلي چې هېواد دننه د عایداتو پر زیاتولو غور کوي او په دې تړاو یې یو لړ ګامونه هم اخېستي.

شهباز شریف خپلو خبرو کې پر شتمنو د نوې مالیې (سوپر ټکس) لور ته اشاره وکړه چې څو ورځې وړاندېد دې هېواد د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل لخوا یې وړاندیز شوی وو.

ښاغلي شریف زیاته کړه: "د شتمنو طبقې ډیریو یې نوې مالیه منلې او له دې لارې به زموږ حکومت ۲۳۰ مېلیارده روپۍ اضافي عاید ترلاسه کړي."

"دا پیسې به لګښتونو ته نه ځانګړې کېږي بلکې د هېواد لر او بر کې به په پراختیايي پروژو لګول کېږي. ددغو پروژو په تړاو به ډېر ژر تګلاره جوړه کړو."

د صادراتو او وارداتو تر منځ زیاتېدونکی واټن

له بل پلوه د پاکستان دولتي بانک ویلي د روان مالي کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې یې د صادراتو او وارداتوتر منځ توپیر له ۱۵ مېلیارد ډالرو اوښتی.

دا د تېر کال همدې مودې پرتله ۱۳۰ سلنه لوړوالی ښيي.

د پاکستان دولتي بانک ویلي د دې هېواد د وارداتو په لګښت کې لوړوالی تر ټولو لوی لامل دی چې د صادراتو پرتله یې د وارداتو لګښت دومره لوړ شوی.

اوکرایین کې د جګړې له امله په نړیوالو بازارونو کې د تېلو، غازو او خوراکي توکو بیې په رېکارډ کچه لوړې شوي چې پاکستان هم له دې حالته کړېږي.

پاکستان پر وارداتي تېلو، غازو او یو لړ خوراکي توکو ډېره تکیه کوي او هېواد دننه د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره اړ دي چې له بهره وارداتو ته دوام ورکړي.

له روسیې د خامو تېلو واردولو پلان

د پاکستان انرژۍ وزارت ویلي د تېلو د پراسېس لویو شرکتونه نه یې غوښتنه کړې چې له روسیې د خامو تېلو واردولو په برخه کې ورسره خپل وړاندیزونه شریک کړي.

د پاکستان اوسني واکمن حکومت چې مشري یې د مسلم لیګ نواز ګوند کوي او د تحریک انصاف پخواني حکومت تر منځ له روسیې د خامو تېلو واردولو پر موضوع ډېر بحث شوی.

د پاکستان د انرژۍ پخواني وزیر حماد اظهر په ټولنیزو رسنیو یو لیک خپور کړی وو چې د روسیې حکومت تهد خامو تېلو واردولو په تړاو لیکل شوی وو.

خو اوسنی حکومت وايي چې تر اوسه یې هغه لیک ته ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د تحریک انصاف پخواني حکومت ادعا کړې چې "روسیه چمتو وه پاکستان ته خام تېل په ۳۰ فیصد کمه بیهورکړي."

د تېلو په نړیوال بازار کې دا مهال د بیو لوړوالي له امله پاکستان له سختو اقتصادي ستونزه سره مخ شوی.

حکومت یې اړ شوی چې په تېرو څو میاشتو کې پرله پسې د تېلو په بیه کې زیاتوالی راولی چې عام ولس یې ستونزو سره مخ کړی.