تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اېلن ماسک لور پلار سره د ټولو اړیکو پرې کولو اعلان کړی
د نړۍ تر ټولو د شتمن کس 'اېلن ماسک' لور د خپل نوم او جنسیت بدلونو رسمي غوښتنه کړې او ویلي یې دي، نور نه غواړي چې له خپل پلار سره هېڅ ډول اړیکه او تړاو ولري.
هغه اتلس کلنه ده او غوښتي یې دي چې د ښځې په حیث دې وپېژندل شي او نوم دې یې ویویان جېنا وېلسن ته واړول شي.
هغه مخکې د ژاویر الکساندر ماسک په نوم پېژندل کېده.
ویویان د نوم بدلولو او د زېږېدو د نوي تصدیق غوښتنه د لاس انجلس د سانتا مونیکا سیمې محکمې کې کړې ده.
د محکمې اسنادو کې ښکاري چې دا غوښتنه تېره اپرېل میاشت کې شوې، خو رسنیو ته یې خبر تازه راوتلی.
تر اوسه دا نه ده واضیح شوې چې د اېلان ماسک او لور ترمنځ یې پر څه اختلافات راغلي.
ښاغلي ماسک چې د ټېسلا او سپېس اېکس شرکتونو خاوند دی، تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
هغه په ۲۰۰۰ کال کې د ویویان له مور 'جاسټېن وېلسن' سره چې کاناډایۍ لیکواله ده، واده وکړ.
په ۲۰۰۲ کال د دوی لومړی ماشوم نېوادا زېږېدلی و، چې وروسته د لسو اوونیو په عمر د ماشومانو ناڅاپي مړینې سنډروم له کبله ومړ.
دوی وروسته لومړی غبرګوني ژاویر او ګریفین او بیا ورپسې درېګوني زامن دامیان،کای او ساکسون وزېږول.
اېلن ماسک او جاسټین وېلسن په ۲۰۰۸ کال بېرته سره جلا شول.
هغه له کاناډایۍ سندرغاړې 'ګرېمر ' سره هم له اړیکې دوه زامن لري.
خو د اېلان ماسک له نړیوال شهرت سره سره د هغه ماشومان دومره پېژندل شوي نه دي.
نوموړي تازه د پلار ورځ په مناسبت پر خپل ټویټر لیکلي وو چې له خپلو ټولو اولادونو سره مینه کوي.
هغه تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې لور یې ولې ورسره د اړېکو او تړاو پرې کولو پرېکړه کړې.
د ټېسلا شرکت مشر په وار وار د هغو اشخاصو په اړه تبصرې کړي چې جنسیت یې بدل کړی او په بېلابېلو مواردو کې له همجنسپالو سړیو سره پر مخالف تورن شوی دی.
اېلن ماسک د نوموړي د لور لخوا محکمې د نوم د بدلون غوښتنې تر سپارلو یوه میاشت مخکې اعلان وکړ چې نور د امریکا د جمهوريپال ګوند ملاتړ کوي.
هغه مخکې د دېموکرات ګوند پلوی و.