هند او بنګله دېش کې سیلابونه؛ لسګونه کسان یې وژلي او میلیونونه نور بند پاتې دي

هند او بنګله دېش کې سختو موسمي توپانونو، اورښتونو او ځمک ښویېدنې لږ تر لږه ۵۹ کسان مړه کړي دي.

سره له دې د خلکو د ژغورلو لپاره بېړنۍ ډلې هڅه کوي خو رپوټونو کې راغلي چې میلیونونو کسان د سیلابونو له امله په کورونو کې بند پاتې دي.

د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکوي، راتلونکو څو ورځو کې به سیلابونه لا پسې زیات شي.

د بنګله دېش حکومتي چارواکي وايي، دا له ۲۰۰۴ کال راهیسې تر ټولو خطرناک سیلابونه دي چې ګڼ خلک یې اغېزمن کړي.

تېره اوونۍ پرله پسې بارانونو د دغه هېواد شمال ختیځه برخه تر اوبو لاندې کړه او دا بارانونه هغه مهال پر سیلابونو واوښتل، چې د ګاونډي هېواد هند په غرونو کې بارانونه راکته شول.

ښوونځي په لنډ مهالو پنډغالو بدل شوي چې خلک پکې خوندي کړي او امنیتي ځواکونو ته امر شوی،د هغو کسانو په رایستلو کې مرسته وکړي چې اوبو لاندې کړي.

د لقمان په نامه یوه ځايي اوسیدونکي فرانسې خبري اژانس ته ویلي "د جمعې پر ورځ ټول کلی د اوبو لاندې شو او موږ ټول پکې بند پاتې شوو."

هغه زیاته کړې" موږ پوره یوه ورځ د خپل کور پر چت انتظار وکړ چې څوک مو له دغه ځایه وباسي، یوه ګاوندي مو د وړې کښتۍ په مرسته موږ وژغورلو، مور مې وايي په ټول ژوند یې داسې سېلابونه نه و لیدلي."

له سېلابه یوه بله ژغورل شوې ښځه وايي چې له دوو ورځو راهیسې یې د خوړو لپاره څه نه درلودل.

هغې رویټرز خبرې اژانس سره خبرو کې ویلي" اوبه دومره ګړندۍ راروانې وې چې موږ و نه شو کړی له ځانه سره ځینې توکي راواخلو، نو تاسو به څنګه وکولی شئ یو څه پاخه کړئ، کله چې هر څه تر اوبو لاندې وي؟

دهند په اسام ایالت کې پنځه ورځې پرله پیسې بارانونو ۱،۸ میلیونه خلک اغېزمن کړي.

د دغه ایالت مشر وزیر همانتا بېسوا شرما خبریالانو ته ویلي، د ولسوالۍ چاوراکو ته یې سپارښتنه کړي چې اغېزمنو کسانو ته بېړنۍ مرستې چمتو کړي.

د بنګله دېش په سونمګنج سیمه کې سیلابونه د ناورین تر کچې زیات دي.

رویټرز خبري اژانس د دغې سیمې د چارواکو په حواله لیکلي" تقریبا ټول سونمګنج تر اوبو لاندې دی او میلونونه خلک بند پاتې دي.

ځايي چارواکو همدا راز زیاته کړې " سیمه کې شاوخوا ۳،۱ میلیونه خلک بې ځایه شوي او لږ تر لږه ۲۰۰۰۰۰ کسان په موقتي سرپناوو کې مېشت دي.

موسمي بارانونه په سویلي آسیا کې د کرونګر لپاره ښه زیری دی خو په ټوله کې هر کال دغه بارانونه د مړینې او ملکیتونو د ویجاړۍ لامل کېږي.

بارانونو ورستیو کې هند او بنګله دېش دواړه سخت ځپلي او ګڼ مالي او ځاني تاوانونه یې ور اړولې دي.

چاپېریال پېژندونکي خبرداری ورکوي چې اقلیمي بدلون هغو هېوادونو کې ناورین رامنځته کولی شي چې نفوس یې ګڼ او په ټیټه پراته دي.