تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
وروستیو څلورو میاشتو کې د ایراني ځواک درې الوتکې لوېدلې
ایراني چارواکي وايي، د پوځ اړونده یوه جنګي ایف ۱۴ (ټامکټ) الوتکه اصفهان ولایت کې لوېدلې او ویجاړه شوې ده. دا په وروستیو څلورو میاشتو کې د ایران دریمه پوځي الوتکه ده چې لوېږي.
د ایران د پوځ د عمومي اړیکو یوه مسؤول جګړن رسول معتمدي منلې چې دا الوتکه پر ځايي وخت نن ګهیځ ۱۰ نیمې بجې د تخنیکي ستونزو له کبله لوېدلې ده.
که څه هم څوک نه دي پکې وژل شوي، خو ټپي شوی پیلوټ او مرستیال پیلوټ پراشوټ کې ژغورل شوي خو الوتکه کاملا له منځه تللې ده.
د ایسنا خبري اژانس د ایران پوځي چارواکو له خولې ویلي "تر لوېدو مخې پیلوټ او مرستیال یې له الوتکې پراشوټ کې وتلي او روغتون ته وړل شوي دي."
د یاد رپوټ پربنسټ، د الوتکې د لوېدو اصلي لامل نه دی روښانه شوی، خو ارزونې روانې دي، خو غالباً د تخنیکي ستونزې له کبله به لوېدلې وي.
دا په ۱۴۰ هجري لمریز کال کې ایران د ایران د هوايي پوځ دریمه الوتکه ده چې لوېږي.
څه کم یوه میاشت مخکې هم یوه ایف ۷ جنګي الوتکه اصفهان کې لوېدلې وه چې پیلوټ او مرستیال یې هم پکې وژل شوي وو.
وروسته یوه ایف ۵ جنګي الوتکه تبریز ښار ته څېرمه پر یوه ښوونځي ولوېده.
هغه وخت رسنیو ویلي وو، چې پېښه کې پیلوټ او مرستیال یې او یو ولسي وګړی وژل شوي.
په ایران کې له انقلاب ۴۲ کاله وروسته بیا هم پوځي او ملکي الوتکې نه دي نوې شوې او اوس ډېرې زړې شوې دي.