تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زېلینسکي: روسان له دې وروسته له ویزې پرته اوکرايين ته نشي راتلی
د اوکرايين ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د روسیې پر ضد په یوه نوي ګام کې اعلان کړی چې نور به روسان اوکرايين ته د ورتګ لپاره ویزې ته اړتیا ولري.
ښاغلي زېلېنسکي ویلي چې دا محدودیت به له نوې میلادي میاشتې یاني د راروانې جولايي میاشتې له لومړۍ نېټې پلی شي.
د یادولو ده چې پر اوکرايين د روسیې تر برید مخکې روسان پرته له ویزې دغه هېواد ته ورتلل.
د اوکرايين ولسمشر دا اعلان داسې مهال کوي چې د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن یو ځل بیا کیېف ته په یوه ناڅاپي سفر ورغلی دی او د اوکرايين ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي سره یې کتلي دي.
د اوکرايين د ولسمشر دفتر ویلي چې ښاغلی جانسن او زېلېنسکي پر پوځي او اقتصادي مرستو سره غږېدلي دي او د خبرو په ترڅ کې یې دا هم ویلي چې دغه هېواد ته د دفع هوا سیسټم په څېر درنې وسلې ورکړي.
د دغه دفتر مشر انډرې یرمک ویلي، دواړه هېوادونه "مشترکې موخې لري او پر دې ګډ پوهاوی لري چې څنګه دغو موخو ته ورسېږي".
دا د اوکرايين جګړې راهیسې کیېف ته د ښاغلي جانسن دویم ناڅاپي سفر دی.
ښاغلي جانسن پرخپله ټوېټر پاڼه د اوکرايين له ولسمشر ولوديمير زېلېنسکي سره عکس خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي چې، "ښاغلی ولسمشر ولودیمیر، خوښ یم چې بیا په کیېف کې یم".
د بریتانیا د لومړي وزیر دفتر هم په دې اړه په خبرپاڼه کې لیکلي چې ښاغلي جانسن وړاندیز کړی چې د اوکراييني ځواکونو د روزنې لپاره پراخ روزنیز عملیات ترسره کړي.
په اعلامیه کې ادعا شوې چې په دغه روزنیز بهیر کې به په هرو څلورو میاشتو کې تر لسو زرو سرتیري روزل کېږي او په خبره یې، دا به "په بنسټيز ډول د جګړې لوری بدل کړي".
په دې ترڅ کې به د اوکراييني ځواکونو هره ډلګۍ د درو اوونیو لپاره په ځينو نورو هېوادونو کې د "جګړې مېدان د ګټلو مهارتونه"، طبي روزنه، د انټرنټي بریدونو پر وړاندې خوندیتوب او د چاودېدونکو توکو د شنډولو تخنیکونه زده کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو تمرینونو موخه د روسیې پر ضد په کیېف کې د مقاومت رغول او ځواکمنول دي.
جانسن د اوکرايين خلکو ته ویلي چې بریتانیا به تر هغه ورسره وي چې "بلاخره بري" ته ورسېږي.
بریتانیا داسې مهال اوکرايين سره د پوځي مرستو خبره کوي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اروپايي هېوادونو پخپله وروستۍ وینا کې توندې نېوکې کړې او هغه یې د روسیې پر ضد خپلو هڅو کې ناکامه بللي دي.
پوتین: پر روسیې د بندیزونو لګوونکي خپل ځانونه تاواني کوي
ولادیمیر پوتین پر روسیې د لګولو شویو بندیزونو په اړه ویلي چې دا بندیزونه روسیې نه بلکې پخپله هغه هېوادونه ځپي چې لګولي یې دي.
د روسیې د ولسمشر په خبره، پر هېواد یې د بندیزونو لګولو له کبله اروپايي ټولنې ته تر ۴۰۰ میلیارد ډالرو ډېر تاوان رسېدلی دی.
ښاغلي پوټین همدا راز ویلي چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو کې انفلاسیون یا د پیسو پړسوب په زیاتېدو دی او د بندیزونو په پایله کې به دغه نا انډولي لا نوره هم پراخه شي.
ښاغلي پوتین دغه څرګندونې په سېنټ پيټرزبرګ کې اقتصادي غونډې ته کړې دي چې د روسیې په ګډون تر څلوېښتو د ډېرو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي او استازي پکې ورټول دي.
ولادیمیر پوتین ویلي چې اروپايي ټولنې د اوکرايين جګړې په اړه د خپل دریځ له کبله "سیاسي حاکمیت" بایللی دی او د اروپايي وګړو اصلي ګټې یې څنډې ته کړې دي.
ده وویل چې لودیځ هېوادونه د مسکو په ماتولو کې ناکام شوي او بندیزونه یې "لیوني او احمقانه" وبلل او زیاته یې کړه چې، "له اوله ښکاره وه چې پر روسیې اقتصادي برید نه بریالی کېږي".
د یادولو ده چې اوکرايين او روسیه په نړۍ کې د غلې دانې تر ټولو لوی صادروونکي هېوادونه دي خو د جګړې له کبله له اوکرايينه صادرات بند دي او دنیا یې له غذايي کړکېچ سره مخ کړې ده.
"امریکا ځان ناګاره اچولی چې ومني، نور ځواکمن هېوادونه هم شته"
ولادیمیر پوتین پر امریکا هم نېوکه وکړه چې ګواکې ځان یې ناګاره اچولی چې ومني په نړۍ کې نور ځواکمن هېوادونه هم شته.
هغه وویل چې لودیځ هېوادونه تر اوسه د تېرې پېړۍ فکر لري، له نورو هېوادونو سره د مستعمرو په توګه چلند کوي.
د اوکرايين جګړې له کبله په نړۍ کې د رامنځ ته شوي غذايي کړکېچ ته په اشارې سره ولادیمیر پوتین ادعا وکړه چې روسیه دا توان لري چې د غلې دانې او سرې صادرات په لوړه کچه زیات کړي.
ده وویل چې یوازې د غلې صادرات تر ۵۰ میلیون ټنو لوړولی شي.
د یادولو ده چې دغه اقتصادي فورم ته د ښاغلي پوتین وینا د یوه انټرنټي برید له کبله تر خپل ټاکلي وخته ځنډول شوې وه.
د کرېملېن ویاند دیمیترې پېسکوف ویلي وو، دغه انټرنټي برید تېره پنجشنبې پیل شو چې له کبله یې د دې غونډې د تنظیم سیسټم له ستونزو سره مخ شو او د ولسمشر پوتین وینا هم وځنډول شوه.
روسی ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې هلته د اروپايي ټولنې مشرانو اوکرايين ته په دې ټولنې کې د ورګډېدو د سملاسي نوماند هېواد حیثیت ورکولو ملاتړ کړی دی.
د اوکرایین پلازمېنه کیېف کې یوه ګډې غونډې ته وینا کې د جرمني چانسلر یا صدراعظم اولاف شولز وویل، ''اوکرایین د اروپايي کورنۍ غړی دی. '' خو نوموړي زیاته کړه، اوکرایین باید په بشپړه توګه د یو ځای کېدو په شرایطو برابر شي.
په ورته مهال د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، د ۲۷ غړو هېوادونو اروپايي ټولنه به د روسیې پر ضد د بریا تر مهاله له اوکرایین سره څنګ پر څنګ ودرېږي.
د اوکرایین ولسمشر ولادیمر زېلینسکي د روسیې روان یرغل د ''متحدې اروپا پر ضد '' جګړه وبلله او په وینا یې ''یو موټيوالی تر ټولو ګټوره وسله ده".