لاوروف: روسیه شرمنده نه ده

    • Author, سټیو روزنبرګ
    • دنده, بي بي سي روسي څانګه - مسکو

له هغه راهیسې چې نژدې څلور میاشتې مخکې روسي ځواکونو پر اوکرایین برید وکړ، زرګونه ملکي خلک وژل شوي، میلیونونه اوکرایینیان له کور کلي کډوال شوي او ځینې بشپړ ښارونه په کنډوالو بدل شوي دي.

خو د پنجنشبې پر ورځ د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف مخامخ راته وکتل او ویې ویل، هر څه داسې نه دي لکه چې په ظاهره ښکاري.

نوموړي ادعا وکړه: ''موږ پر اوکرایین یرغل نه دی کړی. موږ یو لړ ځانګړي پوځي عملیات پیل کړل، ځکه له دې پرته مو بله هېڅ چاره نه درلوده، چې لوېدیځوالو ته وښیو چې ناټو ته د اوکرایین راکشول یو جرمي عمل دی. ''

د یادونې ده، چې د تېرې فبرورۍ له ۲۴ راهیسې چې روسیې پر اوکرایین یرغل کړی، ښاغلي لاوروف له لوېدیځو رسنیو سره یوازې ګوتو شمېر مرکې کړې دي.

نوموړي د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریمیلن هغه خبره تکرار کړه، چې په اوکرایین کې ناتزیان وو. روسي ځواکونه بیا بیا ادعا کوي چې اوکرایین ''له ناتزي ایزمه پاکوي .''

په دا وروستیو کې د ښاغلي لاوروف هغې مسخره ادعا یوه غوغا رامنځته کړه، چې د اوکرایین ولسمشر په هکله یې د ناتزي تړاو توضیح هڅه وکړه او ادعا یې وکړه، چې د هټلر په وینه کې د یهودانو وینه شامله وه.

ده ته مې د ملګرو ملتونو یو رسمي رپوټ وریاد کړ، چې د یاهیدني نومي اوکراییني کلي په هکله و او پکې ویل شوي چې ''روسي ځواکونو د ۷۴ ماشومانو او پنځو معلولو کسانو په ګډون ۳۶۰ ملکي کسان تر ۲۸ ورځو پورې د یوه ښوونځي په داسې ځمکتل کې ایسار کړي و، چې تشناب او اوبه یې نه درلودل... د پاخه عمر لس کسان وژل شوي وو. "

ښاغلي لاوروف وویل: ''دا لویه بدمرغي ده، خو د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د ملګرو ملتونو بشري حقونو کمشنر، د دې سازمان استازي او نړیوال دیپلوماتان د لوېدیځوالو له لوري تر فشار لاندې ساتل کېږي چې د لوېدیځوالو له لوري د خپرو شویو جعلي خبرونو اثبات لپاره ترې کار واخیستل شي. روسیه هغسې ده، چې ده او موږ په دې کې شرم نه وینو چې ځان هغسې وښیو چې څنګه موږ یو. ''

اتلس کاله کېږي چې اوس ۷۲ کلن سیرګي لاوروف په نړیواله توګه د روسیې استازیتوب کوي، خو اوس لوېدیځوالو پر ده او لور یې هم بندیزونه لګولي دي.

امریکا متحدو ایالتونو پر نوموړي د اوکرایین موضوع کې د یرغلګرانه دریځ پالنې تور پورې کړی او په وینا یې د روسیې امنیت شورا غړي په حیث پر اوکرایین د دې هېواد د پوځ یرغل کې مستقیم مسوولیت لري.

له ده مې د روسیې او بریتانیا تر منځ د خړپړ اړیکو په تړاو پوښتنه وکړه، نوموړي زیاته کړه:

''فکر نه کوم چې اوس نو تمرین ته هم کوم ځای پاتې دی، ځکه دواړو 'لومړي وزیر بوریس 'جانسن او 'لیز ' ټرس برالا ویلي چې موږ به روسیې ته ماتې ورکړو، موږ به روسیه پر ګونډو کړو، ځئ، نو، همداسې وکړئ!. ''

د یادونې ده چې د بریتانیا بهرنیو چارو وزیرې تېره میاشت وویل، ولادیمر پوتین په نړیواله کچه ځان سپک کړ او ''موږ به دا باوري کړو چې روسیه په اوکرایین کې ماتې وویني. ''