د "ویسکي جګړو" کیسه څه ده چې ۵۰ کاله یې دوام وکړ؟

په شمالي قطب کې یو ډبرین ټاپو چې مساحت یې یوازې ۱٬۲ مربع کیلومتره دی

د عکس سرچینه، ALAMY STOCK PHOTO

د عکس تشریح، په شمالي قطب کې یو ډبرین ټاپو چې مساحت یې یوازې ۱٬۲ مربع کیلومتره دی
    • Author, مات مورفي
    • دنده, بي بي سي

ډنمارک او کاناډا په شمالي قطب کې د یوه کوچني نااستوګن ټاپو د ملکیت پر سر ۵۰ کلن اختلاف د یوې هوکړې لاسلیکولو په مټ پای ته ورساوه.

د هانز ټاپو د ملکیت ‌پرسر د دواړو ترمنځ دا "لانجه" له ۱۹۷۱ کال راهیسې د "ویسکي جګړو" په نامه یادېدله.

دوواړو (اوتاوا او کوپنهاګن) د اوبو په منځ کې پر کوچي کمرډوله ټاپو چې مساحت یې یوازې ۱٬۲ مربع کیلومتره دی خپل اختلاف پای ته ورساوه.

دوی هوکړه وکړه چې دا ډبرین ټاپو به پر دوو برخو وېشل کېږي او هر هېواد به د یوې برخې ملکیت ولري.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلاف وروسته تر هغه ‌پیل شو، چې په ناریس تنګي کې یې پر سرحدونو لانجه راپورته شوه،‌ دا د سړو اوبو ۳۵ کیلومتره تنګی کاناډا له ګرینېلنډ نه جلا کوي، چې په ډنمارک کې کورواکې سیمه ګڼل کېږي.

دوی په ۱۹۷۳ کال د تنګي له لارې د سرحد ټاکلو معامله هم وکړه، خو د خبرو پرمهال د یوه بل کوچني ټاپو پر سر یې اختلاف پیدا شو.

د ویسکي جګړه څنګه ‌پیل شوه؟

کاناډا او ګرینلېنډ له هانز ټاپو یوازې ۱۸ کیلومتره واټن لري، چې د نړیوال قانون له مخې د دغه ډبرین ټاپو د ملکیت دعوا کولی شي، په پای کې دوواړو هوکړه وکړه چې خبرې وځنډول شي او په وروسته وخت کې شخړه حل کړي.

خو په ۱۹۸۴ کال، کاناډا یو زړور ګام واخیست او د ټاپو ملکیت یې د خپل ځان وباله.

د کاناډا ځواکونو هلته خپل بیرغ ودراوه او د کاناډايي ویسکي بوتل یې خښ کړ.‌

.
د عکس تشریح، .

د ډنمارک ګرینلېنډ چارو وزیر یې پر وړاندې څه ونه شو کولی. څو اونۍ وروسته هازن اپو ته ولاړ د کاناډا سپکوونکې نښه یې پر خپل بیرغ بدله کړه او د کوپنهاګن تر ټولو غوره شرابو بوتل یې هلته ودراوه.

خو د کاناډایانو پرتله یې لا ډېر اوږد ګام واخیست، هلته یې یوه لوحه ودروله چې پرې لیکلي وو: "په ډنمارک کې ټاپو ته ښه راغلاست".

په دې سره د "ویسکي جګړې" پیل شوې.

په وروستیو ۴۹ کلونو کې، لسګونه کاناډایانو او ډنمارکیانو د ټاپو په مراسمو کې ګډون وکړ او د ټاپو زیارت کوونکو هلته د څیرې شویو بیرغونو او لوحو یو امبار ولید.

خو په ۱۹۱۸ کال، دواړو هېوادونو د شخړې د حل لپاره یوه ګډه کارډله وټاکله، چې د څو لسیزو "پر بې اتفاقۍ اتفاق" ستونزه حل کړي.

په دواړو هېوادونو کې د پارلمان تر هوکړې وروسته به دا هوکړه لاسلیک شي.