د ایران مشهد-یزد مسافر وړونکي اورګاډي ټکر کې ۲۱ کسان وژل شوي

په ایران کې د مشهد-یزد ترمنځ د مسافر وړونکي اورګاډي د ټکر له کبله لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي او ځینې کسان تري تم دي، چې ښايي تر اورګاډي لاندې شوي وي. د پېښې لامل له اکسکواټر سره د اورګاډي ټکر بلل شوی.

پېښه په ځايي وخت پنځه بجې او ۳۰ دقیقې مزینو تمځي ته څېرمه شوې ده.

یوه چارواړکي ویلي، سیمې ته د مرستندویانو رسېدل یوڅه ځنډېدلي دي.

ځینو سرچینو ویلي لږترلږه ۵۰ کسان پکې ژوبل شوي چې د ۱۶ وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د ایران سرې میاشتې، ژغورنې او همکارۍ سازمان مشر مهدي ولي پور ایسنا خبري اژانس ته ویلي، په دې اورګاډي کې ۴۳۰ کسان او خدمه سپاره وو.

"د اورګاډي درېیو برخو کې ډېر خلک زیانمن شوي".

د ځینو کسانو مړي د پېژندلو نه دي.

سیمې ته امبولانسونه استول شوي او ځینې ژوبل شوي کسان روغتون ته وړل شوي.

د سوېلي خراسان یوه چارواکي د پېښې د قضايي څېړلو امر کړی دی.‌