تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران کې د دوو اور ګاډو ټکر مرګ ژوبله اړولې ده
په ایران کې د دوو مسافرو وړونکو اور ګاډو په ټکر کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمعې په سهار (قوس/لیندۍ ۵مه) دوه مسافروړونکي اور ګاډي د دامغان او سمنان ترمنځ د هفت خوان تمځای کې سره وجنګېدل او اور یې واخست. د سیمه ییزو چارواکو په حواله راپور ورکړل شوی چې د سمنان - مشهد او د مشهد - تبرېز لور ته تلونکو رېل ګاډو په سیمه ییز وخت د سهار په ۷:۴۸ دقیقو ټکر کړی.
د پېښې د مرګزوبلې په اړه بېلابېلې شمېرې خپرې شوې دي.
د مهر خبري اژانس ایران کې د سرې میاشتې عمومي منشي علي اصغر احمدي له خولې لیکلي چې تراوسه د مرګژوبلې کره شمېره څرګنده نه ده، خو "ویل کېږي" چې تراوسه تر ۲۰ ډېر کسان ټپیان شوي او تر ۱۵ وژل شوي دي.
د ایران د محصلینو اژانس - ایسنا - د مرستې او ژغورنې سازمان د ویاند له خولې ویلي چې ددې ټکر په پایله کې د رېل څلور واګونونه له لیکې ووتل او اور ولګېد. هغه همداراز ویلي چې سیمې ته مرستدویه ډلې استول شوي چې د پنځو کسانو د وژل کېدو او ۱۱ نورو د ټپي کېدو راپور یې ورکړی. هغه ویلي د ژغورنې عملیات روان دي.
د تسنیم خبري اژانس ددې ترڅنګ چې ویلي یې دي سیمه کې لا هم اور شته، د ایران د اوروژنې ادارې د سرپرست له قوله یې ویلي چې تراوسه د پېښې ۲۵ ټپیان تر درملنې لاندې دي. هغه د کره شمېرو ترلاسه کولو پورې د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه له څه ویلو ډډه کړې.
مهر اژانس د سمنان ولایت د بحران مدیریت عمومي مشر په حواله لیکلي؛ اوسمهال ټپیانو سره د مرستې لپاره دوه هلیکوپټر سیمې ته استول شوې دي او یو شمېر ټپیان یې روغتون ته رسولي.
هغه وویل؛ تراوسه د اوروژنې عملیات پایته نه دي رسېدلي او نشي کولی د پېښې د تلفاتو په اړه څه ووایي.
د بېلابېلو ادارو چارواکي د دغو رېل ګاډو د ټکر علت ارزولو لپاره سیمې ته استول شوي دي.
د ټکر پرمهال په سیمه کې هوا ډېره سړه وه او له همدې امله د الکترونیکي سوېچ سېسټم یخوالی د ټکر احتمالي عامل په توګه یاد شوی دی. ددې نظر له مخې، ددغه سېسټم له کاره لوېدل لامل شو دا رېل ګاډي چې باید په مختلفو لارو تللي وای پر یوې لیکې سره مخ شي.
اېلنا اژانس د رېل لیکې یوې سرچینې له خولې ویلي؛ د رجا شرکت اړوند رېل ګاډی د تبرېز - مشهد پر لاره د هفت خوان شاهرود تمځای کې ولاړ و چې د سمنان - مشهد سیمه ییز رېل ګاډی له شا ورسره ولګېد. خو په مقابل کې اېرنا خبري اژانس ویلي چې یو رېل ګاډي له سمنان نه پلازمېنې تهران او بل یې له تبرېز نه د سمنان پر لور روان و.